د رواد د ژباړې مرکز — 534
55:70 په هغو كې نېک خويه – ښكلې (حورې) دي.
55:71 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:72 په خېمو كې پټې (ناستې) حورې دي.
55:73 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:74 تر هغوى مخكې نه كوم انسان لاس وروړى او نه پېري.
55:75 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:76 په شنو ډېرو غوره او ښو بالښتونو (يا فرشونو) به ډډه وهلې ناست وي.
55:77 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:78 ستا د پالونکي نوم بركتي دى، د لوى شان او عزت والا دی.
56:1 كله چې قيامت راپېښ شي.
56:2 چې پېښېدلو كې يې هيڅ درواغ نشته.
56:3 هغه ښكته كوونكى او پورته كوونكى دى.
56:4 كله چې ځمكه په سختو لړزولو ولړزول شي.
56:5 او غرونه يومخ ميده ميده ورژول شي.
56:6 نو خوره وره دوړه به شي.
56:7 او تاسو به درې ډلې شئ.
56:8 نو د ښي لاس والا خلک، څومره ښه دي د ښي لاس والا خلک!
56:9 او د كيڼ (چپ) لاس والا خلک! څومره بد دي د كيڼ (چپ) لاس والا خلک!
56:10 او مخکې کېدونکي خو مخکې کېدونکي دي.
56:11 همدوى نېږدې كړى شوي دي.
56:12 د نعمتونو والا جنتو كې به وي.
56:13 (د هغوى) لويه ډله به له لومړنيو وي.
56:14 او لږ به له وروستنيو (خلكو) وي.
56:15 پر زرينو او بدل شوو تختونو به وي.
56:16 پر هغو يو بل ته مخامخ ډډه وهونكي (ناست) وي.