د رواد د ژباړې مرکز — 533
55:42 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:43 دا همغه جهنم دى چې مجرمانو به درواغ ګڼلو.
55:44 د هغه (دوزخ) او تودو خوټېدونكو اوبو ترمنځ به چكر خوري.
55:45 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:46 او د هغه چا لپاره چې د خپل پالونکي پر وړاندې له درېدلو ډاريږي، دوه جنتونه دي.
55:47 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:48 دواړه د ډېرو څانګو والا (باغونه) دي.
55:49 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:50 په هغو دواړو كې دوې چينې دي، بهيږي.
55:51 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:52 په هغو دواړو كې به له هرې مېوې دوه دوه ډوله وي.
55:53 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:54 پر داسې فرشونو به ډډه وهونكي (ناست) وي چې استرونه به يې د غټو ورېښمو وي او د هغو دواړو باغونو مېوې به لاس ته نېږدې وي.
55:55 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:56 په هغو كې ښكته كتونكې د خپل نظر (حورې) دي چې تر هغوى مخکې نه كوم انسان لاس وروړى او نه پېري.
55:57 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:58 لكه هغوى چې (سره ګډ شوي) لال او مرجان وي.
55:59 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:60 آيا د ښېګڼې بدله ښېګڼه نه ده؟
55:61 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:62 او له هغو پرته به دوه باغونه نور هم وي.
55:63 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:64 (له ډېر شينوالي به) دواړه تك تور وي
55:65 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:66 په هغو دواړو كې دوې چينې دي راخوټېدونكې.
55:67 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:68 په هغو دواړو كې مېوې، خرماوې او انار دي.
55:69 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟