د رواد د ژباړې مرکز — 532
55:19 هغه دوه دریابونه (داسې) بهولي چې سره نښتي دي.
55:20 خو ترمنځ يې يوه پرده ده چې يو پر بل نه ورګډيږي.
55:21 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:22 له هغو دواړو ملغرې او مرجان راوزي.
55:23 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:24 او هغه (الله) لره په درياب كې د غرونو غوندې لوړې چلېدونكې بېړۍ دي.
55:25 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:26 هغه ټول چې پر هغې (ځمكه) دي، فنا كېدونكي دي.
55:27 او (يوازې) ستا د پالونکي مخ (ذات) پاتې كيږي چې د لوى شان او عزت څښتن دى.
55:28 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:29 څوك چې په آسمانونو او ځمكه كې دي، ټول هغه ته سوالونه كوي. هغه هره ورځ (تل) په يو څه كار كې دى.
55:30 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:31 زر دی موږ به به ستاسو طرف ته متوجه (او فارغ) شو ای پیریانو او انسانانو.
55:32 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:33 اې د پېريانو او انسانو ډلې! كه تاسو كولاى شئ چې د آسمانونو او ځمكې له څنډو (بهر) وتښتئ نو وتښتئ! خو تاسي له ډېر ځواك پرته نه شئ تښتېداى.
55:34 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:35 پر تاسې دواړو به د اور لمبې او لوګي راخوشې كړى شي بيا به مقابله نه شئ كولاى.
55:36 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:37 نو كله چې آسمان وچوي او تك سور ګل د سرې څرمنې غوندې شي.
55:38 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:39 نو په هغه ورځ به نه انسان له خپلې ګناه وپوښتل شي او نه كوم پېرى.
55:40 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
55:41 مجرمان به پر خپلو خپلو نښو پېژندل کيږي او له تنديو او پښو به رانيول کيږي.