>

د رواد د ژباړې مرکز — 531

54:50 او زموږ امر پرته له يو وار بل شان نه دى، لكه د ستر ګو رپ.

54:51 او په رېښتيا موږ ستاسي (مخكېني) سيالان هم تباه كړي دي نو آيا څوك عبرت اخېستونكى شته؟

54:52 او هر څه چې هغوى كړي په كتابو كې دي.

54:53 او هره وړه غټه (پېښه) ليكل شوې ده.

54:54 بېشكه متقيان به په باغونو او ويالو كې وي.

54:55 د رېښتينولۍ او عزت په مجلس كې، د لوى قدرت والا پاچا پر وړاندې.

55:1 ډېر مهربان (الله).

55:2 هغه قرآن ښوولی دی.

55:3 هغه انسان پيدا کړی دی.

55:4 هغه ته يې وينا ښوولې ده.

55:5 لمر او سپوږمۍ په حساب سره (روان) دي.

55:6 او ستوري او ونې سجده کوي.

55:7 او هغه آسمان پورته كړى او تله يې اېښې ده.

55:8 چې تاسي په تله كې تېرى نه کوئ

55:9 او په انصاف سره سم تول كوئ او تله مه كموئ.

55:10 او هغه ځمكه د خلكو لپاره (غوړولې) اېښې ده.

55:11 په هغې كې مېوې دي او د وږو والا خرماوو ونې دي.

55:12 او د وښو والا (غلې) دانې دي او وږمين (خوشبو او کشمالیو) ګلونه.

55:13 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟

55:14 پیدا کړی یې دی انسان د ټنګیدلې خټې څخه په شان د کردوڼي.

55:15 او پېريان يې د اور له لمبې څخه پيدا کړل.

55:16 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟

55:17 هغه د دواړو ختيځونو پالونکی او د دواړو لويديځونو پالونکی دى.

55:18 پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟