د رواد د ژباړې مرکز — 530
54:28 او خبر يې كړه چې دا اوبه يې ترمنځه وېشل شوې دي، هر وار څښلو ته به (خپل خاوند) حاضرېدونكى وي.
54:29 خو هغوى خپل ملګري ته نارې كړې نو را ويې نيوله او پښې يې ترې غوڅې كړې.
54:30 نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
54:31 بېشكه موږ پر هغوى يوه چيغه راولېږله نو داسې شول لكه د غوجل مات رامات واښه.
54:32 او بېشكه قرآن مو د پوهېدو لپاره آسان كړى دى نو آيا څوك عبرت اخيستونكى شته؟
54:33 د لوط قوم وېروونكي درواغجن وګڼل.
54:34 موږ پر هغوى كاڼي وروونكى باد ور ولېږلو، (مګر) پرته د لوط له كورنۍ چې سباوون مهال مو وژغورله.
54:35 زموږ له خوا د لورينې په توګه. څوك چې شكر باسي موږ همداسې بدله وركوو.
54:36 او پرته له شکه هغوی يې زموږ له نيولو وېرولي وو خو هغوى په وېروونكو شک وکړ.
54:37 او له هغه يې د مېلمنو د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو موږ يې سترګې ړندې كړې نو (اوس) زما د عذاب او وېرولو خوند وڅكئ.
54:38 او په رېښتيا چې سهار وختي پر هغوى يو پاتېدونكى عذاب راغلو او تباه يې كړل.
54:39 نو زما د عذاب او وېرولو خوند وڅكئ.
54:40 او په رېښتيا موږ قرآن د نصيحت لپاره آسانه كړى دى نو آيا څوك درس اخيستونكى شته؟
54:41 او بېشكه فرعونيانو ته وېروونكي ورغلي وو.
54:42 هغوى زموږ ګردې نښانې درواغ وګڼلې نو بيا مو د برلاسي قادر (الله) په نيولو سره راګير كړل.
54:43 آيا ستاسو كافران تر هغوى غوره دي يا تاسو ته په پخوانيو كتابونو كې څه خلاصون راغلى دى؟
54:44 (او) كه هغوى وايي چې موږ يو بل سره مرستيال غچ اخېستونكى ټولى يو؟
54:45 دا ټولى به زر ماتې وخوري او شاوې به واړوي.
54:46 په اصل كې قيامت د هغوى د ژمنې ټاكلى وخت دى او قيامت ډېر سخت او تريخ دى.
54:47 بېشکه دا مجرمان په بې لارۍ او ليونتوب (يا بل اور) كې دي.
54:48 هغه ورځ چې هغوى پړمخ په اور كې كشول كيږي چې (اوس) د دوزخ اور د رسېدلو مزه وڅكئ.
54:49 بېشكه موږ هر شى په يوه ټاكلې اندازه پيدا كړي.