>

د رواد د ژباړې مرکز — 529

54:7 په خړو خوارو سترګو به له قبرونو راوزي، لكه هغوى چې خواره واره ملخان وي.

54:8 د بلونكي خواته ځغلېدونكي وي، كافران به وايي دا يوه سخته ورځ ده.

54:9 له هغوى مخكې د نوح قوم (حق) درواغ وګڼلو، بيا يې زموږ بنده درواغجن وباله، وېلې لېونى او (له خلكو) ايسار شوى دى.

54:10 نو هغه خپل پالونکي ته دعا وكړه چې زه بالكل بې وسه شوى يم نو بدل واخله.

54:11 بيا موږ په زښتو ډېرو اوبو د آسمان دروازې پرانېستلې.

54:12 او له ځمكې مو چينې روانې كړې، نو دواړه ډوله اوبه پر يوه ټاكل شوي كار سره يو ځاى شوې.

54:13 او دى (نوح) مو پر دړو (تختو) او مېخونو والا (بېړۍ) سپور كړ.

54:14 چې زموږ تر سترګو لاندې چلېدله، د هغه چا لپاره بدله چې نا شکري يې شوى وه [د الله ناشکري شوې وه، چا چې نا شکري کړې د هغوی لپاره دا عذاب سزا وه]

54:15 او په رېښتيا هغه مو د يوې نښانې په توګه پرېښوده، نو آيا څوک درس اخيستونكى شته؟

54:16 نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟

54:17 او بېشكه موږ قرآن د پوهېدلو (تلاوت) لپاره آسان كړى نو آيا څوک نصيحت اخيستونكى شته؟

54:18 عاديانو هم درواغ وګڼلو نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟

54:19 په يوه پرله پسې شومه ورځ كې مو سخته سيلۍ پرې والوزوله.

54:20 چې خلک به يې داسې راوېستل لكه چې د كجورو له بېخه را اېستل شوي تنې چې وي.

54:21 نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟

54:22 او بېشكه موږ قرآن د پوهېدو لپاره آسان كړى نوآيا څوک نصيحت اخيستونكى شته؟

54:23 ثموديانو هم وېروونكي درواغجن وګڼل.

54:24 نو ويل يې چې آيا موږ په خپلو كې (يوازې) د يو سړي خبره ومنو؟ بيا خو به موږ هرومرو په غلطۍ او ليونتوب كې يو.

54:25 آيا زموږ ترمنځ يوازې پر هغه وحي راپرېوته؟ نه، بلكې دى په خپله ډېر درواغجن او كبرجن دى.

54:26 دا دى سبا به هغوى پوه شي چې ډېر درواغجن كبرجن څوك دى؟

54:27 بېشکه موږ د هغوى د ازمويښت لپاره يوه اوښه لېږونکي يو، نو ته يې (اى صالحه) انتظار كوه او صبر وكړه.