د رواد د ژباړې مرکز — 527
53:27 بېشكه هغه كسان چې پر آخرت ايمان نه لري، په پرېښتو ښځينه نومونه ږدي.
53:28 او حال دا چې هغوى لره پرې څه پوهه نشته، له ګومانه پرته بل څه پسې نه ځي او په رېښتيا ګومان د حق پر وړاندې هيڅ كار نه شي وركولاى.
53:29 نو له هغه چا مخ وګرځوه چې زموږ له ياده يې مخ اړولى او له دنيوي ژونده پرته بل څه نه غواړي.
53:30 همدا يې د پوهې وروستی بريد دى. بېشكه هماغه ستا پالونکی په هغه چا ډېر ښه پوه دى چې له لارې يې اوښتى او همغه پر لار موندونكو ښه پوه دى.
53:31 او په آسمانونو او ځمكه كې چې څه دي هغه (يوازې) الله لره دي. تر څو بد عمله كسانو ته د خپلو عملو بدله وركړي او چا چې ښه كړي هغه ته په ښو سره بدله وركړي.
53:32 هغوى چې له غټو ګناهونو او بې شرميو ځان ساتي پرته له وړو وړو ګناهونو. بېشكه ستا رب د بخښنې پراخوونكى دى. هغه پر تاسي ښه پوه و چې كله يې له ځمكې راپيدا كړئ او كله چې تاسي د خپلو ميندو ګېډو كې (پټ) واړه بچيان واست. نو د خپلو ځانو پاكي مه بيانوئ، همغه متقيان ښه پېژني.
53:33 آيا هغه دې وليد چې مخ يې واړولو؟
53:34 او لږ (خيرات، زكات) يې وركړ او (نور څه يې) ايسار كړل.
53:35 آيا هغه سره د پټو پوهه ده چې (هر څه) ويني.
53:36 كه په هغه څه نه دى خبر شوى چې د موسى په پاڼو كې و.
53:37 او د هغه ابراهيم (پاڼو كې)، چې وفا يې وكړه.
53:38 دا چې هيڅوك به د بل چا بار نه وړي؟
53:39 او دا چې انسان ته بل څه نشته پرته له هغې بدلې چې خپله يې هڅه كړې وي.
53:40 او بېشكه چې دا هڅه به يې زر وليدل شي.
53:41 بيا به پوره پوره بدله وركړل شي.
53:42 او دا چې (همغه) ستا د رب لور ته ور رسېدل دي.
53:43 او دا چې هغه (خلک) خندوي او ژړوي.
53:44 او دا چې همغه مړه كوي او ژوندي كوي.