>

د رواد د ژباړې مرکز — 526

53:1 قسم په ستوري کله چې پریوزي.

53:2 چې ستاسو ملګرى (رسول الله) نه بې لارې شوى او نه په غلطه (عقيده) دى.

53:3 او نه له خپله هوسه غږيږي.

53:4 دا له وحي پرته بل څه نه دي چې ورته رالېږل كيږي.

53:5 ډېر ځواكمنې (پرېښتې) ور ښوولې ده.

53:6 چې د زور څښتنه ده، نو سيده ودرېده.

53:7 او هغه د آسمان پر اوچتو څنډو و.

53:8 بيا نېږدې او ښه رانیږدې شو.

53:9 نو د دوو ليندو ترمنځ يا تر هغه هم ورنېږدې شو.

53:10 نو د هغه (الله) بنده ته يې وحي كړل څه يې چې وحي كړل.

53:11 د هغه زړه درواغ نه دي ويلي په هغه څه كې چې ليدلي يې و.

53:12 آيا په هغه څه كې ورسره ناندرۍ وهئ چې هغه يې ويني؟

53:13 او يقيناً يو ځل مخكې يې هم ليدلى دى.

53:14 د آخرنۍ (لرې) بېرې (ونې) خواته.

53:15 چې له هغې سره جنت الماوٰى دى.

53:16 هغه وخت چې بېره يې پټه كړې وه هغه څه چې پرې خپور شوى و.

53:17 (د هغه) سترګې نه کږې شوې او نه له بريده واوښتې.

53:18 په رېښتيا د خپل پالونکي څه سترې نښانې يې وليدې.

53:19 آيا تاسي لات او عزى ليدلي [آیا د هغوی څه قدرت لویوالی شته]؟

53:20 او بل دريم منات؟

53:21 آيا تاسي لره به زامن او د هغه به لوڼې (لورګانې) وي؟

53:22 دا خو بيا ډېر بې انصافه وېش دى!

53:23 دا پرته له يو څه نومونو بل څه نه دي چې تاسو او پلرونو مو اېښي دي، الله كوم دليل پرې نه دى نازل كړى. هغوى پرته له ګومان او نفسي غوښتنې بل څه پسې نه دي روان او پرته له شکه د هغوى د پالونکي له خوا لارښوونه ورغلې ده.

53:24 آيا (هغه كافر) انسان چې د څه هيله كوي همغه به ورته رسېدونكى وي؟

53:25 نو (يوازې) الله لره دي آخرت او دنيا.

53:26 او په آسمانو كې څومره پرېښتې دي چې سپارښتنه يې هيڅ ګټه نه شي رسولاى، مګر له هغه وروسته چې الله اجازه وركړي چاته چې وغواړي او پرې رضا شي.