>

د رواد د ژباړې مرکز — 525

52:32 آيا عقلونه يې همداسې امر ورته كوي، كه هغوى كوم سرکښه قوم دى؟

52:33 (او) كه هغوى وايي چې له ځانه يې جوړ كړى؟ په اصل كې هغوى ايمان نه راوړي.

52:34 نو كه رېښتيني وي، هغوى دې هم داسې كومه خبره راوړي.

52:35 آيا هغوى پرته له يو څه (خالق) څخه پيدا شوي (او) كه هغوى خپله پيدا كوونكي دي؟

52:36 كه هغوى آسمانونه او ځمكه پيدا كړي؟ بلكې هغوى باور نه كوي.

52:37 كه له هغوى سره ستا د پالونکي زېرمې دي؟ يا هغوى څه واكداران دي؟

52:38 يا له هغوى سره څه پوړۍ (زينه) ده چې (آسمان ته خيژي) پكې اوري؟ نو كوم اورېدونكى خو دې څه ښكاره دليل راوړي!

52:39 آيا هغه لره لوڼې او تاسي لره زامن دي؟

52:40 كه ته له هغوى څه بدله غواړې چې هغوى له تاوانه درانده كړاى شوي؟

52:41 يا له هغوى سره (علم) غيب دى چې ليكي يې؟

52:42 كه (نه) هغوى څه چل جوړول غواړي؟ نو هغه کسان چې كفر يې کړی په رېښتيا په خپله پر هغوى چل شوى دى.

52:43 آيا هغوى لره له الله پرته بل اله دى؟ الله لره له هغه څه پاكي ده چې هغوى يې ورسره شريكوي.

52:44 او كه هغوى له آسمانه يوه رالوېدونكې ټوټه وويني، وايي به غبرګه ډبله ورېځ ده!

52:45 نو پرېږده يې چې له خپلې هغې ورځې سره مخامخ شي چې بې هوښه به شي پكې.

52:46 كومه ورځ چې (دا) چلونه به يې هيڅ شى ترې ايسار نه كړى شي او نه به يې څه مرسته وشي.

52:47 او د هغو كسانو لپاره په رېښتيا له دې پرته بل عذاب هم شته خو ډېری يې نه پوهيږي.

52:48 او د خپل پالونکي حكم ته صبر كوه، ځكه ته زموږ د سترګو لاندې يې او سهار چې كله راپاڅېږې نو د خپل پالونکي له ستاينې سره د هغه پاکي بيانوه.

52:49 او د شپې څه وختونه يې هم پاکي بيانوه او له ستورو (ډوبېدو) وروسته هم.