د رواد د ژباړې مرکز — 524
52:15 ښه نو دا كوډې دي كه يې تاسي وينئ نه؟
52:16 ورننوځئ (اوس) نو كه صبر كوئ او يا صبر نه كوئ، درته یو شی دي، تاسو ته ايله د هغه څه بدله دركول كيږي چې كول به مو.
52:17 بېشكه متقيان به په باغو او نعمتو كې وي.
52:18 څه چې خپل رب يې وركړي په هغو به خوشاله وي او خپل رب به يې د جهنم له عذابه وساتي.
52:19 په مزه مزه خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدله كې چې تاسو به كول.
52:20 په كتار اېښودل شوو تختونو به تكيه وهونكي وي او له غټ سترګو [بې عیبه غټ سترګې] حورو سره به يې واده وكړو.
52:21 او كومو خلكو چې ايمان راوړى او خېلخانو (اولادونو) يې هم په ايمان راوړو سره د هغوى پيروي کړې وي، خېلخانې (اولادونه) به يې هم ورسره يو ځاى كړو او له عملونو به يې هيڅ شى كم نه كړو، هر سړى به په خپل ترسره كړي عمل كې ګرو شوى وي.
52:22 او موږ به زياتوالى وركړو په مېوه او غوښه سره، له هر څه نه يې چې زړه غواړي.
52:23 (په ټوكو ټوکو) به له يو بل نه داسې ګيلاسونه اخلي چې نه به چټيات پكې وي او نه ګناه.
52:24 او پرهغوى به داسې هلكان چاپېره ګرځي راګرځي لكه ساتل شوې مرغلرې.
52:25 او په خپلو كې به يو بل ته مخ اړوي يوبل به پوښتي.
52:26 وايي به بېشكه موږ مخکې لا خپلو كورونو كې (له عذابه) ډارېدلو.
52:27 خو الله احسان راباندې وكړ او د ګرم عذابه يې وساتلو.
52:28 موږ به مخكې د هغه عبادت كولو، يقيناً همغه ښېګڼې والا مهربان دى.
52:29 نو نصيحت كوه، ځكه چې ته د خپل پالونکي په لورېينه نه فال ګر يې او نه لېونى.
52:30 آيا هغوى وايي: شاعر دى، موږ به هغه ته د زمانې د پېښو انتظار كوو.
52:31 ورته ووايه: انتظار كوئ! زه هم يقيناً تاسو ته انتظار كوونكى يم.