د رواد د ژباړې مرکز — 523
51:52 همدغه شان تر هغوی مخکې خلكو ته چې هر رسول ورغلى، هغوى ويلي چې كوډګر يا لېونى دى.
51:53 آيا هغوى يو بل ته په دې خبره سپارښتنه کړې وه؟ بلكې هغوى سركښ خلک وو.
51:54 نو له هغوى مخ وګرځوه ته خو پرې څه ملامت نه يې.
51:55 او (البته) نصيحت كوه ځكه چې دا نصيحت په رېښتيا مومنانو ته ګټه رسوي.
51:56 او ما پيری او انسان بل څه ته نه دي پيدا كړي پرته له دې چې زما عبادت وکړي [د توحید عقیده ولري].
51:57 له هغوى څخه نه روزي غواړم او نه دا غواړم چې خواړه راكړي.
51:58 پرته له شکه همغه الله ښه روزي وركوونكى محكم (کلک) قوت والا دى.
51:59 نو چا چې ظلمونه كړي يقيناً د عذاب برخه يې د خپلو ملګرو د برخې په شان ده نو په ېیړه دې دعذاب غوښتنه را څخه نه كوي.
51:60 نو چا چې كفر كړى د خپلې هغې ورځې له امله تباهي ورپېښه ده كومه چې ژمنه يې ورسره كيږي.
52:1 په طور (غره) قسم.
52:2 او په ليكلي كتاب.
52:3 په پرانيستې پاڼه كې.
52:4 او په ودان شوي كور.
52:5 او پورته شوي چت باندې قسم.
52:6 او په ډک شوي سمندر.
52:7 چې په رېښتيا ستا د رب عذاب پېښېدونكى دى.
52:8 هيڅوک يې ايسارونكى نشته.
52:9 هغه ورځ چې آسمان په (سختو) خوځېدلو سره وخوځيږي.
52:10 او غرونه روان وچليږي.
52:11 نو په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره تباهي ده.
52:12 هغوى چې په چټي خبرو جوړولو كې ساعت تېرى كوي.
52:13 هغه ورځ چې په ټېلو ټېلو د جهنم اور ته ټېل وهل شي.
52:14 دا همغه اور دى چې تاسو به درواغ ګڼلو.