>

د رواد د ژباړې مرکز — 522

51:31 وویل (ابراهيم): ستاسو کار (مقصد) څه دی؟ ای رالېږل شویو استازو!

51:32 هغوی وېلې: موږ يو مجرم قوم ته لېږل شوي يو.

51:33 ترڅو پر هغوی دپخې شوې خټې تيږې و وروو.

51:34 كوم چې ستا له پالونکي سره د همغو زياتي كوونكو لپاره نښاني شوي دي.

51:35 نو له مومنانو چې څوک هلته پكې وو، هغوى مو ترې واېستل.

51:36 خو د مسلمانانو له يو كور پرته نور مو پكې ونه موندل.

51:37 او په هغه (کلي) كې مو د دردوونکي عذاب نه د وېرېدونكو خلكو لپاره يوه (لويه) نښانه پرېښوده.

51:38 او د موسى په قصه كې (هم نصيحت دى) كله مو چې له څرګند دليل سره فرعون ته ولېږلو.

51:39 خو فرعون په خپل ځواک سره مخ ترې واړولو او ويل يې چې كوډګر يا ليونى دى.

51:40 نو موږ هغه او لښكر يې راګير او سيند كې مو واچول په داسې حال کې چې ځان یې ملامته کاوه.

51:41 او په عاديانو كې (هم عبرت دى) هغه وخت چې يو شنډ (بې خيره) باد مو پرې راولېږلو.

51:42 په هر شي به چې راغى هغه به يې پرته له رژولو (ميده كولو) بل ډول نه پرېښودلو.

51:43 او په ثموديانو كې هم كله چې ورته وويل شول تر څه وخته (له ژونده) ګټه واخلئ.

51:44 نو د خپل پالونکي له امره يې سرغړونه وکړه نو هغوى ورته كتل چې ټكه (تندر) پرې را پرېوته.

51:45 بيا نه پاڅېدى شول او نه غچ اخيستونكي وو.

51:46 او له دې مخکې د نوح قوم، بېشكه هغوى (هم) بې لارې خلک وو.

51:47 او آسمان مو په خپل قدرت سره جوړ كړى او موږ هرومرو پراخوونكي يو.

51:48 او ځمكه مو فرش كړې ده نو موږ (څنګه) ښه غوړوونكي (هوارونكي) يو!

51:49 او له هر شي مو جوړې پيدا كړې دي چې تاسي پند واخلئ.

51:50 نو الله ته وروتښتئ! په رېښتيا زه د هغه له خوا ستاسي لپاره ښكاره وېروونكى يم.

51:51 او الله سره بل معبود مه ګرځوئ، زه دهغه له خوا تاسو ته يو ښكاره وېروونكى يم.