>

د رواد د ژباړې مرکز — 519

50:16 او بېشكه موږ انسان پيدا كړ او كوم خيالونه يې چې په زړه كې پيدا كيږي هغه راته معلوم دي او موږ هغه ته له شارګه هم ورنېږدې يو.

50:17 هغه وخت چې دوه اخېستونكي اخېستنه (ثبت) كوي چې ښي اوكيڼ لوري ته ناست وي.

50:18 هغه (انسان) يوه وینا هم داسې له خولې نشي اېسلتى چې خوا كې يې چمتو څارونكى نه وي.

50:19 او راغلې سختي د مرګ په رښتیا سره ( نو وبه ویلی شي) دا هغه څه دي چې ته له هغې نه تښتېدلې.

50:20 او شپېلۍ كې به پو كړى شي، دا د عذاب د ژمنې ورځ ده.

50:21 او هر كس به (داسې) راشي چې يو راوستونكى (چلوونکی) او يو شاهد به ورسره وي.

50:22 يقيناً ته له دې نه بې پروايي كې وې خو موږ دې هغه پرده درنه لرې كړه نو نظر دې نن (ښه) تېز دى.

50:23 او ملګرې (پرېښته) به يې ووايي دا دي څه چې ما سره و چمتو دي.

50:24 ( وبه ویلی شي) وغورځوئ په جهنم كې هر كافر عنادي [ضدي].

50:25 د خير ايساروونكى، تېرى كوونكى او شك كوونكى.

50:26 هغه څوک چې له الله سره يې بل معبود جوړ كړى و نو (اوس) يې په سخت عذاب كې وغورځوئ.

50:27 ملګرى به يې وايي: زموږ ربه ما خو نه و بې لارې كړى خو دى په خپله په لرې بې لارې توب كې و.

50:28 الله به ووايي: (اوس) زما پر وړاندې ناندرۍ مه وهئ، ما خو لا مخکې د عذاب ژمنه درلېږلې وه.

50:29 له ما سره خبره نشي بدلېدلاى او نه زه پر خپلو بندګانو ظلم كوونكى يم.

50:30 هغه ورځ چې جهنم ته ووايو: آيا ډک شوې؟ او هغه به وايي: آيا څه نور شته؟

50:31 او متقيانو ته به جنت رانېږدې كړى شي (هيڅ) لرې به نه وي.

50:32 دا هغه څه دي چې ژمنه به يې درسره كېدله، د هر راګرځېدونكي (الله ته) او (شريعت) ساتونكي لپاره.

50:33 څوک چې په غيبو له رحمانه وېرېدلى او په راګرځېدونكي زړه (الله ته) راغلى وي.

50:34 (وبه ويلی شي) داخل شئ جنت ته په سلامتیا سره، دا ورځ د همیشوالي ده.

50:35 د هغوى لپاره به هلته هغه څه وي چې غواړي يې او موږ سره لا زيات هم شته.