د رواد د ژباړې مرکز — 518
50:1 ق [1] قسم دی په قران شرافت والا.
50:2 بلكې هغوى په دې تعجب كوي چې (څنګه) په خپله له همدوى يو وېروونكى ورته راغى نو كافرانو وويل: دا يو عجيب شى دى.
50:3 ايا كله چې موږ مړه او خاورې شو (نو دوهم ځل به بيا را ژوندي كېږو؟) دا بېرته راګرځيدل خو (له پوهې) لرې دي.
50:4 موږ ته رېښتيا معلوم دي هغه څه چې کموي یې زمکه د دوی نه، او موږ سره يو کتاب دی ساتونكى (د دوی د عملونو).
50:5 بلكې دوى دروغجن ګڼي حق لره هر کله چې دوی ته راغی، نو دوی په خبره ګډه وډه کې دي.
50:6 ایا آسمان ته يې نه دي كتلي چې موږ څنګه جوړ كړى، ښكلى كړى مو دى او هيڅ چاود پكې نشته.
50:7 او ځمكه موږ (هواره) وغوړوله او كلك ولاړ غرونه مو پكې واچول او هر ډول ښكلي تازه بوټي مو پكې زرغون كړي.
50:8 لپاره د پوهولو، او یادداشت دی هر غاړه اېښودونکي بنده لره.
50:9 او موږ له آسمانه بركتي اوبه وورولې بيا مو باغونه او رېبلو والا (غلې) دانې پرې زرغونې كړې.
50:10 او د كجورو دنګې دنګې ونې چې لاندې باندې (ډک) وږي لري.
50:11 د بندګانو د روزۍ لپاره او مړ (شاړ) ښار مو پرې ژوندى كړ، دغسې راوتل دي (له قبرونو څخه).
50:12 تر هغوى مخكې د نوح قوم، رس والاوو او ثموديانو (رسولان) درواغ ګڼلي وو.
50:13 او (همدارنګه) عاديانو، فرعون او د لوط (قومي) ورونو.
50:14 او د ځنګله والا وو او د تبع قوم (دې) ټولو رسولان درواغجن وګڼل نو (زما د عذاب) ژمنه پرې ثابته شوه.
50:15 آيا نو موږ په لومړي (ځل) پيدا كولو (ډېر) ستومانه شو؟ بلكې هغوى له نوي پيدايښته په شک كې دي.