>

د رواد د ژباړې مرکز — 515

48:29 محمد د الله رسول دى. او هغه كسان چې ورسره دي پر كافرانو سخت (زړي) او خپلو منځو كې زړه سواندي دي. دوى به ركوع كوونكي، سجده كوونكي وينې، د الله فضل او رضا به لټوي د سجدو له امله يې په مخونو كې نښانې (ښكاره) دي. د هغوى دا مثال (صفت) په تورات كې دى او مثال يې په انجيل كې دى. لكه يو شینکی (کښت) چې خپل تیغ را وباسي بيا مضبوط شي او په خپل ډنډر نېغ ودرېږي چې كروندګر خوشالوي. (دا برى) د دې لپاره دی چې كافران پرې غوسه (او خپه) شي. الله له هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي د بخښنې او لوى اجر ژمنه كړې ده.

49:1 اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! مه وړاندې کیږئ د الله تعالی او د هغه د رسول نه او له الله نه ووېرېږئ پرته له شکه الله اورېدونكى ښه پوه دی.

49:2 اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! خپل غږ مو د نبي (عليه السلام) له غږ نه مه پورته کوئ او مه داسې په زوره خبره ورته كوئ لكه تاسي يې چې يو بل ته كوئ، هسې نه چې (ټول) عملونه مو برباد شي او تاسي خبر هم نه ياست.

49:3 بېشكه هغه كسان چې د رسول الله پر وړاندې خپل آوازونه ټيټ ساتي، هغوى داسې كسان دي چې الله (تعالى) يې زړونه د تقوى لپاره ازمويلي دي، د هغوى لپاره بخښنه او ستر اجر دى.

49:4 بېشکه هغه كسان چې اوازونه کوي تا ته د دېوالونو تر شا، ډیری د دوی نه پوهیږي.