>

د رواد د ژباړې مرکز — 513

48:16 له بانډه چيانو وروسته پاتې كړى شوو ته ووايه: تاسي به ډېر زر يو سخت جنګيالي قوم خواته وبلل شئ جګړه به کوئ دوی سره تر دې چې اسلام راوړي، نو بيا مو كه خبره ومنله، الله به غوره اجر دركړي او كه بېرته وګرځېدئ لكه پخوا چې ګرځېدلي وئ نو دردوونکی عذاب به دركړي.

48:17 په ړانده څه ګناه نشته او نه په ګوډ څه ګناه ده، نه په ناروغ څه ګناه ده او څوك چې د الله او د هغه د رسول خبره ومني، داسې جنتونو ته به يې ننباسي چې ترې لاندې ويالې بهيږي او كه څوك مخ اړوي، دردوونکی عذاب به وركړي.

48:18 الله له هغو مومنانو څخه خوشحاله شو كله چې هغوى له ونې لاندې له تا سره بيعت كاوه، د هغو د زړونو حال هغه ته معلوم دى لدې امله يې پر هغو ډاډينه نازله كړه او هغوی ته يې په انعام كې نږدې فتحه وركړه.

48:19 او (لا) ډېر غنیمتونه چې هغوى به يې ترلاسه كوي او الله خو دى برلاسى، حكمت والا.

48:20 الله د ډېرو غنیمتونو لوز دركړى چې تاسي به يې اخلئ نو دا (برى) يې زر دركړ او د خلكو لاسونه يې درنه ايسار كړل، د دې لپاره چې مومنانو ته يوه نښانه وي او تاسي ته سمه لار دروښايي.

48:21 او څه نور (برى او غنیمتونه) هم دي چې لا پرې ځواکمن نه ياست خو (د) الله (علم) پرې چاپېر دى او الله پر هر څه ځواکمن دى.

48:22 او كه چېرى (په حديبيه كې) هغه کسان درسره جنګېدلي واى چې کفر يې کړی دی، هرومرو به يې شا در اړولې وای بيا به يې نه څوک ملګرى موندلى و او نه مرستندوى.

48:23 دا د الله كړنلاره ده چې له پخوا راروانه ده، او ته به دالله په كړنلاره كې هيڅ بدلون ونه مومې.