د رواد د ژباړې مرکز — 510
47:30 او كه موږ وغواړو نو هغوى به هرومرو در وښايو بيا به يې په خپلو نښو وپېژنې، او ته به يې هرومرو د خبرو لهجه كې هم وپېژنې، او الله ته خو ستاسو (د ټولو) عملونه معلوم دي.
47:31 او تاسي به هرومرو ازمايو تر څو تاسي څخه مجاهدين او صبركوونكي معلوم كړو [الله ته معلوم دي تاسو ته یې راښکاره کړي] او ستاسي حالات وازمايو.
47:32 پرته له شکه هغه كسان چې كفر يې کړی، د الله له لارې يې ايسارول كړي او رسول سره يې مخالفت كړى، وروسته له دې چې سمه لار هم ورته څرګنده شوې (نو) الله ته به هيڅ ضرر ونه رسوي او زر ده چې (ټول) عملونه يې برباد (خراب) كړي.
47:33 اې مومنانو! د الله خبره ومنئ او د رسول الله خبره ومنئ او خپل عملونه مو مه بربادوئ.
47:34 بېشكه كومو خلکو چې کفر کړی، د الله له لارې يې ايسارول كړي بيا مړه شوي په داسى حال كې چې كافران وو، نو الله به يې هيڅكله ونه بخښي.
47:35 تاسي مه سستیږۍ او د سولې وړاندیز مه كوئ، همدا تاسي برلاسي كيدونكي ياست، الله ستاسي ملګرى دى او هغه به ستاسي عملونه هيڅكله ضايع نكړي.
47:36 بېشكه د دنيا ژوند لوبې او ساعت تېرى ده او كه تاسې ايمان راوړئ او تقوى غوره كړئ نو اجرونه به مو دركړي او مالونه مو در څخه نه غواړي.
47:37 كه چېرې هغه درنه وغواړي او ټينګار در باندې وكړي بيا به تاسي بخيلي وكړئ او ستاسي كينې به راڅرګندې كړي.
47:38 خبر اوسئ تاسي هغه خلک ياست چې د الله په لار كې لګښت كولو ته رابلل كيږئ خو په تاسي كې ځينې بخيلي كوي او څوک چې بخيلي كوي نو هغه خپل ځان سره بخيلي كوي او الله غني او تاسي بې وزله ياست او كه تاسي مخ وګرځوئ نو ستاسي په بدل كې به نور خلک راولي، بيا به هغوى ستاسي غوندې نه وي.