د رواد د ژباړې مرکز — 51
3:10 بېشكه هغوى چې كافران شوي، مالونه او اولادونه به يې د الله د عذاب څخه بچ نه کړي، او همدوى خپله به د اور سون (خشاک) وي.
3:11 حال د دوی په شان د حال د فرعون د تابعدارانو دی، او هغه کسان چې له دوی څخه مخکې و، زموږ آیتونه یې دروغ وګڼل نو الله تعالی پر خپلو ګناهونو ونیول، او الله سخت عذاب ورکونکی دی.
3:12 (نو اى محمده!) كومو خلكو چې ستا د دعوت له منلو څخه انكار كړی دى، هغو ته ووايه چې هغه وخت نږدې دى چې تاسي به مغلوب شئ او د دوزخ لوري ته به په منډه منډه وروستل شئ او دوزخ ډېر بد استوګنځى دى.
3:13 يقيناًِ تاسي لپاره په هغو دوو ډلو كې د عبرت يوه نښه وه، چې ( په بدر كې) يوه له بلې سره په جنګ شولې، يوه ډله د الله په لار كې جنګېدله او بله ډله د كافرانو وه، ليدونكو په سترګو دوی لره خپل دوه چنده ليدل، او د الله چې چا ته خوښه شي په خپل بري او نصرت ورسره مرسته كوي د بصيرت خاوندانو لپاره په دې كې ستر درس پروت دى.
3:14 خلكو ته د خوندورو شيانو (لكه) د ښځو، زامنو، د سرو او سپينو زرو راغونډ شوو مالونو، نښاني شوو اسونو، څارويو او كرهڼې مينه ښايسته شوې ده، خو دا (ټول) د دنيايي ژوند متاع (ګټه او سامان) دى، او (يوازې) د الله خوا ته د ورتګ ښه ځاى دى.
3:15 ورته وايه! ايا له دې نه په غوره څه مو خبركړم؟ د هغو كسانو لپاره چې تقوى يې كړي له خپل رب سره يې داسې باغونه دي چې ويالې ترې لاندې بهيږي، همېشه به پكې اوسېدونكي وي او پاكيزه جوړې او د الله رضامندي او الله د بندګانو ښه ليدونكى دى.