د رواد د ژباړې مرکز — 509
47:20 او وایي هغه خلک چې دعوا د ایمان کوي ولې نشې نازلیدلی یو سورت، نو کله چې یو محکم (پوخ مضمون والا) سورت نازل کړی شي، او ذکر کړی شي په هغه کې حکم د قتال، ویني ته هغه کسان چې په زړونو د هغوی کې مرض دی چې ګوري به تا ته په څېر د کتلو د هغه چا چې د مرګ له کبله ورباندې بېهوشي راغلې وي، نو تباهي ده دوی لره.
47:21 امر منل او ښه خبره كول (په كار دي) (او) بيا چې كله غوڅ حکم ورکړل شو نو كه الله سره يې رېښتينولي كړې وی (دا به) هرومرو ورته غوره و.
47:22 نو آيا تاسي (منافقان) دې ته نه يې نږدې چې كه واكمنان شئ نو په ځمكه كې به فساد وكړئ او خپلوۍ به مو پرې كړئ؟
47:23 دوى هغه خلك دي چې الله پرې لعنت كړى نو هغوى يې كاڼه او سترګې يې ورړندې كړې دي.
47:24 آيا دوی سوچ نه کوي په قرآن کې او كه پر زړونو يې تالې لګېدلې دي؟
47:25 بېشکه هغه كسان چې واوړېدل (له ایمان څخه) په شاګانو خپلو وروسته لدې چې ښکاره شو دوی ته هدایت، شیطان ډولي (ښایسته) کړي دي دوی لره (بد عملونه د دوی) او مهلت یي ورکړی دی دوی ته.
47:26 دا ځكه چې دوى وويل هغو كسانو ته چې د الله را نازله كړې وحى يې بده ګڼله: موږ به هم په ځينو كارونو كې ستاسي خبره ومنو، او الله ته يې پټې خبرې (ښې) معلومې دي.
47:27 نو څه حال به وي كله چې پرېښتې يې ساه اخلي، پر مخونو او څټونو يې وهي؟
47:28 دا له دې امله چې دوى په هغه څه پسې ولاړل كوم چې الله غصه (ناخوښه) كړ او د هغه خوښي يې بده وګڼله، نو د هغوى عملونه يې برباد (خراب) كړل.
47:29 ايا هغو كسانو چې په زړونو كې يې ناروغي ده دا انګيرلې ده چې الله به د هغوى دزړونو كينه (له مومنانو سره) راښكاره نكړي؟