د رواد د ژباړې مرکز — 506
46:29 او (ياد كړه) هغه وخت چې موږ د پېريانو يو ټولى درته راوګرځولو چې قرآن واوري، نو كله چې ورته حاضر شول هغوی ووېل: چوپ شئ، بيا چې تمام شو نو بېرته خپل قوم ته وېروونكي ورستانه شول.
46:30 وېلې ای زموږ قومه! موږ يو كتاب واورېدلو چې له موسى وروسته نازل شوی، (او) د مخكېنيو (كتابونو) تصديقوونكى دى، د حق او سمې لارې خواته ښوونه كوي.
46:31 ای زموږ قومه! د الله د بلونكي خبره ومنئ او ايمان پرې راوړئ، چې ګناهونه مو دروبخښي او له دردوونکي عذابه مو وژغوري.
46:32 او څوک چې د الله د بلونكي ونه مني، نو هغه په ځمكه كې (تښتېدو سره) د الله عاجزوونكى نه دى او نه به له هغه پرته د ده څوک ملګري وي، دا خلك په ښكاره بې لاريتوب كې دي.
46:33 آيا دوى نه ويني چې په رېښتيا الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي دي او په پيدا كولو یې ستړی شوی نه دى، په دې ځواکمن دى چې مړي راژوندي كړي؟ هو (ولې نه) هغه په هر څه ځواکمن دى.
46:34 او كومه ورځ چې كافران اور ته وروړاندې كړل شي (ورته به وویل شي) آيا دا رښتيا نه دى؟ وايي به ولې نه، په رب مو قسم (رښتيا دى). وايي (ښه) نو (اوس) عذاب وڅكئ چې تاسي به پرې کفر کولو.
46:35 نو صبر كوه لكه څرنګه چې همتناكو رسولانو صبر کړی و، او هغوى لپاره (د عذاب) بيړه مه كوه، هغوى چې كله هغه ورځ وويني، كومه چې ژمنه يې ورسره كيږي نو (داسې به انګيري) لكه چې د ورځې له يو ساعت پرته زيات نه وو ځنډېدلي! په تا باندې رسول دي د دې قران، [د بیان څخه وروسته] نه تباه کیږي مګر سرغړونکي.