د رواد د ژباړې مرکز — 503
46:6 او كله چې خلك راغونډ كړل شي نو بيا به يې دښمنان وي او له عبادته څخه به يې منكر وي.
46:7 او كله چې زموږ څرګند ايتونه پر دوی لوستل كيږي، نو هغه کسان چې کفر (انکار) يې کړی، کله چې حق ورته راشي، وايي دا خو ښكاره كوډې دي.
46:8 ايا دوى وايې چې پېغمبر دا (قرآن) له خپله ځانه جوړكړی؟ دوى ته ووايه: كه ما دا له ځانه جوړ كړى وي نو تاسي به ما د الله له نيونې څخه هيڅ ونشئ ژغورلى، كومې خبرې چې تاسي جوړوئ الله ورباندې ښه پوهېږي، زما او ستاسي په منځ كې، همغه د شاهدۍ ويلو لپاره كافي دى او هغه ډير بخښونكى او خورا مهربان دى.
46:9 ورته ووايه: زه خو څه نوى رسول نه يم او نه په دې پوهېږم چې پر ما او تاسي به (په دنیا) کې څه كيږي؟ زه هغه څه پسې ځم چې راته وحي كيږي او له يو څرګند خبرداري وركوونكي پرته بل څه نه يم.
46:10 (اى پېغمبره!) دوى ته ووايه: اّيا تاسي كله په دې فكر كړى چې كه دغه كلام د الله لخوا وي او تاسي ترېنه انكار وكړ(نو ستاسې عاقبت به څه وي؟) او د همدې په څېر (يو كلام باندې) خو د بني اسرائيلو يو شاهد، شاهدي هم ويلې ده، هغه ايمان راوړ او تاسي لويي وکړله، بېشکه ظالمو خلكو ته الله هدايت نه كوي.
46:11 او هغه کسان چې کفر يې کړی د هغو کسانو په اړه چې ايمان يې راوړی وايي: كه چېرې دا (ايمان راوړل) ښه واى نو له موږ به ور مخکې شوي نه وو! او كله يې چې سمه لار پرې ونه موندله، نو وايي دا پخواني درواغ دي.
46:12 او (حال دا چې) له هغه مخكې د موسى كتاب هم و، د لارښود او رحمت په توګه او دا په عربي ژبه يو تصديقونكى كتاب دى، تر څو ظالمان ووېروي او د نېكانو لپاره يو زېرى دى.
46:13 له شک پرته هغه كسان چې وايي زموږ رب الله دى بيا ( یې په عبادت ټېنګ ودريږي، نو پر هغو نه څه ډار شته او نه به ( په اخرت کې) خپه كيږي.
46:14 دا خلک جنتيان دي، تل تر تله پكې اوسېدونكي دي، د هغو عملونو په بدله كې چې دوى به كول.