د رواد د ژباړې مرکز — 502
45:33 او د هغو عملونو بدۍ به څرګندې شې چې هغوى به كول او په كوم شي يې چې ملنډې وهلې هغه به ترې راتاوشي.
45:34 او وبه ويل شي: نن به تاسي همغسې هېر كړو لكه تاسي چې له خپلې دغې ورځې سره مخامخېدل هېر كړي وو، هستوګنځى مو اور دى او ستاسي لپاره به څوك مرستندويان نه وي.
45:35 دا په دې چې تاسي د الله پر آيتونو ملنډې وهلې او د دنيا ژوند غولولي وئ، نو نن به هغوى نه ترې اېستل كيږي او نه به يې عذر منل کيږي.
45:36 نو الله لره ستاينه ده، د آسمانونو او ځمكې رب، د ټولو مخلوقاتو رب.
45:37 او په آسمانونو او ځمكه كې لويي يوازې هغه لره ده او همغه برلاسى حكمت والا دى.
46:1 حم [1]
46:2 د دغه كتاب نازلېدل دالله لخوا دي چې برلاسى او د حكمت څښتن دى.
46:3 موږ ندي پيدا کړي اسمانونه، ځمكه او څه چې د دې دواړو تر منځه دي مګر په حقه [حکمت] او ټاكلې نېټې سره او هغه کسان چې کفر يې کړی له کوم څه چې وېرول كيږي مخ اړوونكي دي.
46:4 ورته ووايه: آيا پام مو كړی څه چې له الله پرته يې رابولئ، راوښاياست چې له ځمكې يې څه پيدا كړي؟ يا هغوى لره په اسمانونو كې څه برخه شته؟ راوړئ له دې مخکې كوم كتاب يا له علم څخه څه (نقل شوى) دليل، كه تاسې رښتيني ياست.
46:5 او له هغه چا څخه به زيات بې لارې څوك وي چې پرته له الله څخه داسې یو څوك رابولي چې د قيامت تر ورځې يې دعا نه شي قبلولى، بلكې هغه يې له بلنې (بيخي) بې خبره وي.