>

د رواد د ژباړې مرکز — 501

45:23 آيا هغه كس دې ليدلى چې خپل هوسونه يې ځان ته معبود ګرځولي او له پوهې سره الله بې لارې كړ، پر غوږ او زړه يې ټاپه ور ووهله او په سترګو يې پرده ورواچوله؟ نو له الله وروسته به يې څوك لارښوونه وكړي؟ آيا تاسي څه پند نه اخلئ؟

45:24 او هغوى (دا هم) وويل چې بل څه نشته همدا زموږ د دنيا ژوند دى چې مرو او ژوند كوو، او بل څه نه، يوازې همدا زمانه مو له منځه وړي! هغوى لره په دې خبره څه علم نشته، هغوى نور څه نه يوازې ګومان كوي.

45:25 او كله چې زموږ څرګند آيتونه پرې لوستل كيږي نو بيا هغوى سره بل دليل نه وي پرته له دې چې وايى كه تاسي رښتيني ياست نو زموږ پلرونه راولئ!

45:26 ورته ووايه: همغه الله مو ژوندي كوي، بيا مړه كوي بيا مو د قيامت ورځې ته ورټولوي چې (هيڅ) شك پكې نشته خو زياتره خلك نه پوهيږي.

45:27 او الله لره د آسمانونو او ځمكې پاچايي ده او په كومه ورځ چې قيامت كيږي په همغه ورځ به دا باطل پرستان تاواني كيږي.

45:28 او ته به وينې چې هر امت په زنګنو پروت دى، هر امت به خپل خپل كتاب ته راغوښتل كيږي، نن به د همغو عملونو بدله دركول کيږي چې کول مو.

45:29 زموږ دا كتاب ستاسي په هكله رښتينې خبرې كوي، موږ بېشكه هغه څه ليكل چې تاسي به كول.

45:30 نو هغه كسان چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي، د هغوى رب به يې خپل رحمت كې داخلوي، همدا څرګند برياليتوب دى.

45:31 او هغه كسان چې كافران شوي (ورته وبه ويل شي) آيا زما آيتونه پر تاسي نه وو لوستل شوي؟ چې بيا تاسي لويي وكړه او تاسي خو وئ مجرمان خلك.

45:32 او كله چې وويل شول: يقيناً د الله ژمنه رښتينې ده او په قيامت كې شک نشته نو تاسي وويل: نه پوهيږو قيامت څه دى؟ هسې يو ګومان كوو خو موږ باور كوونكي نه يو.