>

د رواد د ژباړې مرکز — 500

45:14 مومنانو ته ووايه: هغو كسانو ته دې بخښنه كوي چې د الله د (سختو) ورځو هيله نه لري، تر څو (الله) همغو خلكو ته د خپلو لاسته راوړنو بدله وركړي.

45:15 چا چې ښه عمل وكړ نو د خپل ځان لپاره يې وكړ او چا چې بدي وكړه نو (هم) پر هغه ده، بيا به (ټول) خپل رب ته ورګرځول كيږئ.

45:16 او بېشكه موږ بني اسرائيلو ته كتاب، پوهه د دین او نبوت وركړى و، هغوى ته مو له پاكيزه شيانو روزي وركړې وه او پر نړيوالو مو غوره كړي وو.

45:17 او هغوى ته مو د دين ښكاره دليلونه وركړي وو، خو بيا هغوى يوازې له هغه وروسته د خپل منځي ضد له امله سره مخالف شول چې علم ورته راغلو، يقيناً ستا رب به د قيامت په ورځ د هغوى تر منځ هغه څه ورفيصله كړي چې پكې يې اختلاف كولو.

45:18 بيا مو ته د دين په (څرګنده) لار ودرولې نو د همغى پيروي كوه او د هغو خلكو هوسونو پسې مه ځه چې نه پوهيږي.

45:19 هغوى به له تا نه د الله هيڅ شى ايسار نكړي او ظالمان په رېښتيا يو د بل ملګري دي او الله د متقيانو ملګرى دى.

45:20 دا د (ټولو) خلكو لپاره د پوهې درسونه دي او څوك چې يقين كوي د هغو لپاره هدايت او رحمت دى.

45:21 آيا چا چې بدۍ كړې دي هغوى دا ګومان كوي چې موږ به يې هغسې كړو لكه چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي؟ (او) د هغوى ژوند او مرګ به سره يو شان وي؟ بده پرېكړه كوي.

45:22 او الله آسمانونه او ځمكه په حقه پيدا كړي دي او د دې لپاره هم چې هر كس ته د خپلو كړو وړو بدله وركړی شي او ظلم به نه پرې كيږي.