>

د رواد د ژباړې مرکز — 50

3:1 الم [1]

3:2 الله هغه ذات دى چې له ده پرته بل معبود نشته، تل ژوندى ښه سمبالونكى ښه تدبیر والا دى.

3:3 په حقه يې پر تا داسې كتاب نازل كړى چې د مخكنيو تصديقونكى دى، او تورات او انجيل يې هم نازل كړي.

3:4 له دې (قرآن) څخه یې مخکې د خلكو لارښوونې لپاره، او نازل کړی یې دی فرقان (جدا کوونکی د حق او باطل)، یقینا هغه کسان چې کفر یې کړی دی پر آیتونو د الله تعالی، دوی لره سخت عذاب دی، او الله تعالی ځواکمن او بدله اخستونکی دی.

3:5 په ځمكه او اسمان كې هېڅ شى له الله څخه پټ نه دى.

3:6 دا خو هماغه ذات دى چې د مېندو په ګېډو كې ستاسي صورتونه (شکلونه) چې څنګه يې خوښه وي همغسې يې جوړوي. له هغه مقتدر حكمت والا څخه پرته بل هېڅوک لایق د عبادت نشته.

3:7 هغه ذات دى چې پر تا يې كتاب نازل كړ، له هغه څخه څه اّيتونه محكم (څرګندې معنا والا) دي چې دا د كتاب بنسټ دى او نور يې متشابه (بې ټاكلې معنا) دي، نو د چا زړونو كې چې كوږوالى وي هغوى يې د فتنې او اصلي معنا په لټون متشابهاتو پسې درومي، حال دا چې په اصلي معنا يې يوازې الله پوهيږي او په علم كې پاخه او کلک كسان بيا وايي: موږ پرې ايمان راوړى، دا ټول زموږ د رب لخوا دي او پند نه اخلي مګر د عقل خاوندان.

3:8 (هغوى دعا كوي چې) زموږ پروردګاره! كله چې تا موږ پر سمه لاره روان کړي يو، نو بيا مو هېڅكله زړونه مه كږوه، موږ ته د خپلې پېرزوينې له زيرمې نه رحمت را پر برخه كړه چې بېشکه همدا ته حقيقي لوروونكى يي.

3:9 ای زموږ پروردګاره! ته هرومرو يوه ورځ د ټولو خلكو غونډوونكى يې، چې د هغې په راتګ كې هيڅ شك نشته، الله هېڅكله له خپلې وعدې څخه اووښتونكى نه دى.