د رواد د ژباړې مرکز — 499
45:1 حم [1]
45:2 (دا كتاب) د برلاسي حكمت والا الله له لوري نازل شوى دى.
45:3 په رېښتيا په آسمانو او ځمكه كې د مومنانو لپاره هرومرو (ډېرې) نښانې دي.
45:4 او (همدارنګه) په خپله ستاسي پيدايښت او هغو ژويو (حیواناتو) كې چې خپروي يې ډېرې نښانې دي هغو خلكو ته چې باور كوي.
45:5 او دغه شان په اختلاف د شپې او د ورځې كې او الله چې له آسمانه كومه روزي نازله كړې او بيا يې ځمكه پرې له مرګه (شاړېدو) وروسته را ژوندۍ كړې او په اړولو راړولو د بادونو كې د هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي چې له عقله کار اخلي.
45:6 دغه د الله آيتونه دي چې په رښتيني ډول يې درباندې لولو، خو هغوى به له الله او د هغه له آيتونو وروسته په كومه خبره ايمان راوړي؟
45:7 تباهي ده هر درواغ جوړوونكي ګناهګار لره.
45:8 د الله آيتونه اوري چې ورباندې لوستل كيږي خو بيا په لويي سره همغسې پرې ټينګيږي لكه چې له سره يې اورېدلي نه وي، نو د يو دردوونکي عذاب زېرى وركړه.
45:9 او كله چې زموږ له آيتونو څخه په يو څه پوه شي نو ملنډې پرې وهي، د داسې خلكو لپاره سپكوونكى عذاب دى.
45:10 د هغو تر شا جهنم دی او څه یې چې کړي دي هېڅ ګټه به ورنه رسوي او نه هغه (شريكان) چې له الله پرته يې دوستان نيولي وو او د هغوى لپاره ستر عذاب دى.
45:11 دا (ټول) هدايت دى او كوم خلك چې د خپل رب پر آيتونو كافر شوي، هغوى لره دردوونکی (سخت) عذاب دى.
45:12 الله همغه دى چې تاسو ته يې درياب د دې لپاره تابع كړى چې د هغه په حكم بېړۍ پكې وچليږي او تاسي د هغه فضل ولټوئ او د دې لپاره چې شكر وباسئ.
45:13 او تاسىو ته يې په آسمانونو او ځمكه كې ټول شته له خپل لوري تابع كړي، بېشكه په دې كې د هغو خلكو لپاره (ډېرې) نښانې دي چې فكر كوي.