د رواد د ژباړې مرکز — 498
44:40 بېشكه د پرېكړې ورځ د هغوى ټولو (لپاره) ټاكلى وخت دى.
44:41 هغه ورځ چې هيڅ دوست به له (خپل) دوست نه څه نشي ايسارولاى او نه به مرسته ورسره كېداى شي.
44:42 پرته له هغه چې الله رحم پرې كړى وي، په رېښتيا همغه برلاسى مهربان دى.
44:43 بېشكه د زقوم ونه.
44:44 د ګناهګار خوراک دى.
44:45 چې د ويلې شوې تانبې غوندې په ګېډو كې ايشيږي.
44:46 د خوټېدلو اوبو په شان.
44:47 راويې نيسئ بيا يې د جهنم منځ ته راكاږئ.
44:48 بيا يې د سر له پاسه د خوټېدلو اوبو عذاب ورتويې كړئ.
44:49 وڅكه! ته خو ډېر عزتمن لوى مشر وې.
44:50 بېشكه دا هغه څه دي چې تاسي پكې شک كولو.
44:51 په رېښتیا متقيان به په يو ډاډمن ځاى كې وي.
44:52 په باغونو او چينو كې.
44:53 له نريو او غټو ورېښمو څخه به اغوندي (او) مخامخ به سره ناست وي.
44:54 همداسې (بالكل) او د غټو سترګو والا حورو سره به يې واده وكړو.
44:55 په ډاډمنه توګه به هر ډول مېوې غواړي.
44:56 له همغه لومړي مرګ پرته به هلته بل مرګ نه څكي او د جهنم له عذابه به يې وژغوري.
44:57 ستا د پالونکي له لوري يو فضل دى، دا لوى برى دى.
44:58 نو خبره دا ده چې هغه مو ستا په ژبه آسانه كړ د دې لپاره چې هغوى پند واخلي.
44:59 نو ته انتظار كوه، هغوى هم انتظار كوونكي دي.