د رواد د ژباړې مرکز — 497
44:19 او (بل) دا چې د الله پر وړاندې لويي مه كوئ، زه تاسي ته د ښكاره دليل راوړونكى يم.
44:20 او زه خپل رب او ستاسي رب پورې پناه غواړم، له دې چې تاسي مې سنګسار كړئ.
44:21 او كه پر ما ايمان نه راوړئ نو رانه ګوښه شئ.
44:22 نو خپل رب ته يې دعا وكړه چې دا په رېښتيا مجرمان خلك دي.
44:23 نو زما بندګان په شپه درسره بوزه، تاسي به هرومرو تر شا پلټل كېږئ.
44:24 او ته درياب همداسې ولاړ پرېږده، هغوی يو ډوبېدونكى لښكر دى.
44:25 څومره باغونه او چينې يې پرېښودې؟
44:26 او كروندې او ښكلي ځايونه (استوګنځي)؟
44:27 او (ډېر داسې) نعمتونه چې هغوى يې په مزو كې وو.
44:28 همداسې وشول او هغه (شيان) مو بل قوم ته په ميراث وركړل.
44:29 خو نه آسمان او ځمكې پرې وژړل او نه هغوى ته څه مهلت وركړى شو.
44:30 او بېشكه موږ بنى اسرائيل له سپكوونكي عذابه وژغورل.
44:31 له فرعونه، يقيناً هغه سركښ او له زياتي كوونكو څخه و.
44:32 او هغوى (بنى اسرائيل) مو له پوهې سره پر نړيوالو غوره وګرځول.
44:33 او هغوى ته مو داسې نښانې وركړې چې ښكاره ازمويښت پكې و.
44:34 دا خلك خو هرومرو دا وايي.
44:35 چې بل څه نشته همدا زموږ لومړی مرګ دى او موږ بيا راپورته كېدونكي نه يو.
44:36 نو كه تاسي رښتيني ياست زموږ پلرونه راولئ!
44:37 آيا هغوى غوره دي كه د تبع قوم او هغه چې تر هغوى مخكې وو؟ هغوى (ټول) مو تباه كړل، هغوى بېشكه مجرمان وو.
44:38 او موږ آسمانونه، ځمكه او د هغو ترمنځه شيان څه د لوبو په ډول نه دي پيدا كړي.
44:39 هغه مو له يو رښتيني مقصد پرته هسې نه دي پيدا كړي خو د هغوى زياتره نه پوهيږي.