>

د رواد د ژباړې مرکز — 496

44:1 حم [1]

44:2 په (دې) څرګند كتاب قسم.

44:3 چې بېشکه هغه مو په يوه بركتي شپه كې نازل كړى، په رېښتيا موږ وېرونكي يو.

44:4 په هغه (شپه) كې د هر محكم كار پرېکړه كېداى شي.

44:5 زموږ لخوا حكم شوى، بېشكه موږ د رسولانو لېږونكي يو.

44:6 ستا د پالونکي له لوري د يو رحمت په توګه، په رېښتيا همغه ښه اورېدونكى ډېر پوه دى.

44:7 د آسمانونو، ځمكې او هغه څه پالونکی دی چې د هغو دواړو ترمنځ دي، كه تاسي باور كوونكي ياست.

44:8 له هغه پرته بل الله نشته، هغه ژوندي كوي او مړه كوي ستاسي رب دى او ستاسي د لومړنيو پلرونو رب دى.

44:9 خو په اصل كې هغوى په شك كې (پراته) لوبې كوي.

44:10 نو د هغې ورځې انتظار كوه چې آسمان يو څرګند لوګى راوړي.

44:11 چې پر خلكو به راخپور شي، دا يو دردوونکی عذاب دى.

44:12 (وايي به) زموږ ربه! دا عذاب رانه ايسته كړه په رېښتيا موږ ايمان راوړونكي يو.

44:13 (بيا به) د هغوى لپاره نصيحت له كومه شي؟ حال دا چې هغوى ته ښكاره بيانوونكى رسول هم راغلی.

44:14 خو بيايې هم مخ ترې وګرځولو او ويې ويل: ښوونه ورته شوې (يا) لېونى دى.

44:15 موږ دا عذاب لږ (موده) ايسته كوو خو تاسي بېرته خپل حال ته ورګرځېدونكي ياست.

44:16 هغه ورځ چې موږ به سخت نيول وكړو بېشكه موږ غچ اخيستونكي يو.

44:17 او له هغوى مخكې مو د فرعون قوم ازمويلى و او يو عزتمن رسول ورغلى و.

44:18 چې د الله بندګان (بني اسرائيل) راته وسپارئ، زه تاسىي لپاره يو امانتداره رسول يم.