>

د رواد د ژباړې مرکز — 495

43:74 بېشكه مجرمان به د جهنم عذاب كې تلپاتې اوسېدونكي وي.

43:75 هغه به نه ورباندې سپكيږي او ناهيلي به پكې پراته وي.

43:76 او موږ څه ظلم نه دى پرې كړى، خو هغوى خپله ظالمان وو.

43:77 او وايي به: اې مالكه (د جهنم څوكيداره)! ستا رب دې پر موږ پرېکړه (دمرګ ) وكړي! وايي به (نه) تاسي (همدلته) ځنډېدونكي ياست.

43:78 موږ خو تاسي ته حق دروړى، خو ستاسي زياتره د حق بد ګڼونكي دي.

43:79 كه نه، هغوى د يوه كار پوخ تدبير نيولى؟ نو په رېښتيا موږ هم د پاخه تدبير جوړوونكي يو.

43:80 يا كه هغوى ګومان كوي چې موږ يې پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو؟ ولې نه، چې زموږ استازي يې په خوا كې (ناست) ليكل كوي.

43:81 ورته ووايه: كه د رحمان (الله) اولاد واى، نو زه خو تر ټولو لومړی لمانځونكى يم.

43:82 د آسمانونو او ځمكې رب لره له هغه څه پاكي ده چې هغوى يې بيانوي.

43:83 نو پرېږده يې، خپل بحثونه او ساعت تېرى دې كوي تر څو له هغه ورځې سره يې مخامخ شي چې ژمنه وركول كيږي.

43:84 او همغه په آسمان كې هم الله دى [په حقه معبود دی] او په ځمكه كې هم الله دى او هغه حكمت والا ډېر پوه دى.

43:85 او هغه ذات لوی او بركت اچولو والا دى چې هغه لره د آسمانونو، ځمكې او (ټولو) ترمنځ شيانو پاچايي ده او د قيامت پوهه همغه سره ده او تاسي هغه ته ورګرځول كيږئ.

43:86 او هغه شيان چې له الله پرته يې هغوى رابولي، د سپارښتنې هيڅ واك نه لري، پرته له هغه چې د حق شاهدي يې وېلې وي او هغوى (په زړه كې هم) پوهيږي.

43:87 او كه ودې پوښتل چې هغوى چا پيدا كړي، هرومرو به وايي: الله، (ښه) نو بيا كوم لور ته اړول كيږي.

43:88 او (الله ته معلومه ده) د هغه دا وينا چې: زما ربه! په رېښتيا هغوى يو داسې قوم دى چې ايمان نه راوړي.

43:89 نو مخ ترې اړوه او دا وايه چې سلام دې وي، زر به هغوى پوه شي.