د رواد د ژباړې مرکز — 493
43:48 او موږ به چې هره نښانه ورښودله نو هغه به له هغې بلې ډېره ستره وه او د دې لپاره مو په عذاب كې راګير كړل چې بېرته راواوړي (له كفره).
43:49 او ويل به يې: اې كوډګره! تا سره يې چې كومه ژمنه ده په هغې سره موږ لپاره خپل رب ته دعا وكړه موږ هرومرو لار موندونكي يو.
43:50 خو كله چې موږ به عذاب ترې ايسته كړ، هغوى به يو دم په لوظ ماتولو سر شول.
43:51 او فرعون په خپل قوم كې (په لوړ اواز) ناره وكړه وېلې ای زما قومه! آيا د مصر پاچايي زما نده؟ او دا نهرونه چې زما (د ماڼۍ) لاندې بهيږي، نو آيا تاسو يې نه وينئ؟
43:52 بلكې زه غوره يم تر دغه (سړي) چې سپک دى او (آن) خبرې لاڅرګندې نه شي كولاى.
43:53 (ښه) نو ولې د سرو زر و بنګړي نه ورباندې اچول كيږي يا ولې یو بل پسې پرېښتې نه دي ورسره راغلې؟
43:54 نو (په دې توګه) خپل قوم يې سپك بې عقل وموند او هغوى هم د ده ومنله، په رېښتيا هغوى (ټول) له حده تېری وتونکي خلک وو.
43:55 نو كله يې چې موږ په غوسه كړو، غچ مو ترې واخيست او ټول مو ډوب كړل.
43:56 نو د وروستنيو (كافرانو) لپاره مو مخكښان او مثال (عبرت) وګرځول.
43:57 او كله چې د مريم د زوى مثال بيان كړى شي نو ستا قوم يو دم د خوښۍ شور ماشور جوړ كړي.
43:58 او وايي آيا زموږ معبودان غوره دي كه هغه (عيسىٰ)؟ دا وينا له تا سره يوازې د جګړې لپاره كوي، په اصل كې هغوى دي جګړه مار خلک.
43:59 هغه (عيسى) له يو بنده پرته بل څه نه و چې موږ لورېينه پرې كړې وه او د بنى اسرائيلو لپاره مو يو مثال ګرځولى و.
43:60 او كه موږ غوښتي واى نو ستاسي پر ځاى به مو پرېښتې (بدل) ګرځولې وې چې په ځمكه كې به ځاى ناستي (خليفه ګان) وو.