>

د رواد د ژباړې مرکز — 485

42:16 او كوم خلك چې د الله په هكله جګړې كوي له هغه وروسته چې (د الله خبره) منل شوې ده، نو د خپل رب پر وړاندې يې دليل باطل، پر هغوى غضب او د هغوى لپاره سخت عذاب دى.

42:17 الله هغه ذات دی چې حقه یې کتاب او تله (عدل) رالیږلي، څه شي پوه کړ تا لره چې قیامت نږدې دی.

42:18 څوك يې چې نه مني، بيړه پرې كوي او كومو كسانو چې ايمان راوړى ترې ډارېدونكي دي او پوهيږي چې هغه (د قیامت ورځ) حق ده، خبر اوسئ! كوم كسان چې د قيامت په باره کې جګړې کوي خامخا په لرې بې لاريتوب كې دي.

42:19 الله پر خپلو بندګانو ډېر مهربانه دى، چاته يې چې خوښه شي روزي وركوي او همغه زورور برلاسى دى.

42:20 څوك چې د آخرت كښت غواړي، كښت يې ورته زياتوو او څوك چې د دنيا كښت غواړي، څه ترې وركوو خو په آخرت كې به د ده لپاره كومه برخه نه وي.

42:21 آيا هغوى لره داسې شريكان دي چې ورته یې د دين داسې احكام جوړ كړي چې الله یې حكم نه دى كړى، او كه چېرې د پرېکړې خبره (ځنډول) شوې نه واى، خامخا به يې ترمنځ پرېكړه شوې وه او بېشكه د همدې ظالمانو لپاره دردوونکی عذاب دى.

42:22 ته به دا ظالمان وينې چې له خپلو كړنو به وېرېدونكي وي حال دا چې هغه ورباندې پرېوتونكي دي او كومو خلكو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، هغوى به د جنتونو په باغچو كې وي، څه چې غواړي هغه به يې خپل رب سره دوى ته (چمتو) وي، دا ډېر ستر فضل دى.