د رواد د ژباړې مرکز — 483
42:1 حم [1]
42:2 الله ښه پوهیري په مقصد خپل د دې تورو.
42:3 همدغه شان برلاسى حكمت والا الله تا ته او هغو ته چې له تا مخکې وو، وحي راليږي.
42:4 خاص د الله په اختیار کې دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي او همغه پورته [په مرتبه، غلبه او ذات کې] او لوی شان والا دی.
42:5 نږدې ده چې آسمانونه د هغوى له پاسه وچوي، او پرېښتې د خپل رب له ستاينې سره پاکي وايي او څوك چې ځمكه كې دي د هغوی لپاره بخښنه غواړي، واورئ چې بېشكه همغه الله بخښونكى مهربان دى.
42:6 او كومو كسانو چې له هغه پرته نور (شيان) چاره جوړوونكي نيولي، الله پر هغوى څارونكى دى او ته پرې (ذمه وار) ساتونكى نه يې.
42:7 او همدغسې مو تا ته (دا) عربي قرآن وحي كړى دى، چې مركزي كلى (مكه) او څوك يې چې شاوخوا دي، پرې ووېروې او د غونډېدو له ورځې يې ووېروې چې (هيڅ) شک پكې نشته (كله چې) يوه ډله په جنت كې او يوه (بله) ډله په دوزخ كې وي.
42:8 او كه الله غوښتي واى نو هغوى (ټول) به يې يو امت ګرځولي وو، خو چا ته چې يې خوښه شي په خپل رحمت كې يې داخلوي او ظالمانو لره خو به نه څوک دوست وي نه مرستندوى.
42:9 آيا دوى له هغه پرته نور كار جوړوونكي نيولي نو (اصلي) كار جوړوونكى خو الله دى او همغه مړي راژوندي كوي او همغه په هر څه قادر دى.
42:10 او تاسو چې په څه كې اختلاف كوئ نو پرېكړه يې د الله په لور ده، همدا الله زما رب دى، پر همغه مې بروسه كړې او د هغه په لور ورګرځم.