د رواد د ژباړې مرکز — 480
41:30 بېشكه هغه كسان چې وايي زموږ رب الله دى بيا پرې ټينګ هم شي، نو پر هغوى به پرېښتې رانازليږي چې مه وېرېږئ او مه خپه كيږئ او په هغه جنت خوشاله اوسئ چې ژمنه يې درسره كېدله.
41:31 موږ د دنيا په ژوندانه كې هم ستاسي ملګري يو او په آخرت كې هم او هلته به ستاسي لپاره هر هغه څه وي چې ستاسي زړه يې غواړي او په هغه كې چې څه غواړئ هغه درته شته.
41:32 (دا) مېلمستيا ده د بخښونكي مهربان (الله) له لوري.
41:33 او تر هغه زيات غوره وينا والا څوک دى چې د الله په لور بلنه كوي، نېک عمل كوي او وايي چې زه له مسلمانانو څخه يم.
41:34 نیکي او بدي سره برابر نه دي؛ په ښایسته خصلتونو د بدۍ مخنیوی کوه؛ نو په دغه وخت کې بيا به هغه كس چې ستا او د هغه تر منځ دښمني وي، لكه يو مهربان دوست داسې شي.
41:35 او دا (خصلت) پرته له هغو چې صبر يې كړى وي، بل چاته نه وركول كيږي او له لويې برخې والا پرته يې بل څوك نه شي موندلاى.
41:36 او كه د شيطان لخوا څه وسوسه درلوېدله نو په الله پورې پنا غواړه، بېشكه هغه ښه پوه اورېدونكى دى.
41:37 او د هغه له نښانو څخه شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ ده، مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته، او (يوازې) هغه الله ته سجده وكړئ چې هغه (ټول) يې پيدا كړي دي، كه چېرې تاسو يوازې د هغه بندګي کوئ.
41:38 خو كه هغوى لويي كوي نو څوک چې ستا له رب سره دي [ ملایک]، هغوى شپه او ورځ د هغه تسبيح (پاکي) وايي او نه ستومانه كيږي.