د رواد د ژباړې مرکز — 479
41:21 او هغوى به خپلو پوستكو ته وايي چې ولې مو پر موږ شاهدي وويله؟ وايي به هغه الله وغږولو چې هر شى يې غږولی دی او همغه په لومړي ځل هم پيدا كړي ياست او (ټول به) هغه ته ورګرځول كيږئ.
41:22 او تاسي (له خپل ځانه) خپل عملونه نه پټول چې (ښايي) بيا به مو خپل غوږونه، سترګې او پوستكي شاهدي درباندې ووايي، خو تاسي دا ګومان كړى و چې الله ستاسي په ډېرو عملونو نه پوهيږي.
41:23 او دا ستاسي همغه ګومان و چې په خپل پالونکي مو كړى و كوم چې تباه يې كړئ او (نن) تاوانيان وګرځېدئ.
41:24 نو كه هغوى صبر وكړي، پس هستوګنځى يې اور دى، او كه غواړي چې زموږ ملامتیا دې ومنل شي نو نه دي دوی له هغو کسانو څخه چې د الله عتاب [ملامتیا] ورڅخه لرې کړای شوې وي.
41:25 او هغوى ته مو څه ملګري ټاكلي وو، نو څه يې چې په مخكې و [دنیا] او څه يې چې تر شا و [داخرت څخه انکار] هغه يې ورته ښايسته كړل او [اور ته به داخل شي] د پېريانو او انسانانو له هغو امتونو سره چې ترې مخكې تېر شوي وو، پر هغوى هم وینا د عذاب د الله ثابته شوه، بېشكه هغوى تاوانيان وو.
41:26 او كوم خلك چې كافر شوي وو، هغوى وويل: دې قرآن ته غوږ مه نيسئ او شور ماشور پكې جوړوئ، ښايي چې برلاسي شئ.
41:27 نو كوم خلك چې كافر شوي هغو ته به هرومرو سخت عذاب وروڅكو او د دوى د هغو ډېرو بدو اعمالو بدله به وركوو چې كول به يې.
41:28 دا د الله د دښمنانو جزا اور دى، هلته د هغوى لپاره تلپاتې كور دى، د هغه څه بدله چې دوى به زموږ له آيتونو انكار كولو.
41:29 او كوم خلك چې كافر شوي هغوى به ووايي: زموږ ربه! د پېريانو او انسانانو هغه دوه (ډلې) راوښایاست كوم چې موږ يې بې لارې كړي يو، تر څو له خپلو پښو يې لاندې كړو چې هغوى دواړه تر ټولو ښكتني شي.