د رواد د ژباړې مرکز — 476
40:78 او بېشكه موږ له تا مخكې هم رسولان لېږلي چې موږ يې تا ته د ځينو (حالات) بيان كړی او د ځينو مو نه دی درته بيان كړی، او هيڅ كوم رسول ته دا (واك) نشته چې د الله له اجازې پرته څه نښانه راوړي، خو بيا چې د الله امر راشي نو په حقه پرېكړه وشي او باطل منونكي هملته په تاوان كې پرېوځي.
40:79 الله هغه ذات دى چې تاسو ته يې څاروي د دې لپاره پيدا كړي چې په ځينو يې سپرېږئ او له ځينو يې خوراك كوئ.
40:80 او تاسو ته په هغو كې (ډېرې) ګټې دي او د دې لپاره هم چې تاسو په خپلو زړونو كې نيولې موخې پورې ورسيږئ او په هغو (څارويو) او بېړۍ باندې تاسي بارول كېږئ.
40:81 او هغه تاسو ته خپلې نښانې درښایي نو د الله له كومو نښانو منكرېږئ.
40:82 آیا نو هغوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي تر څو وګوري چې تر هغوى مخكې كسانو پايله څنګه وه؟ هغوى په ځواك او د ځمكې (ودانۍ) په نښانو كې تر هغوى زيات تكړه وو، خو څه چې هغوى لاس ته راوړي وو، هيڅ شى يې ترې ايسار نه كړل.
40:83 نو كله چې رسولان يې له ښكاره دليلونو سره ورته راغلل نو څه علم چې هغوى سره و په همغه خوښ پاتې شول او هغه (عذاب) ترې راچاپېر شو چې هغوى به ملنډې پرې وهلې.
40:84 نو كله یې چې زموږ عذاب وليد، وېلې يوازې پر يو الله مو ايمان راوړى او كوم شيان چې موږ شريك ګڼل، له هغو (ټولو) مو انكار كړى دى.
40:85 خو كله چې زموږ عذاب يې وليدلو نو بيا يې ايمان (راوړلو) څه ګټه نه ورته رسوله، همدا د الله هغه دستور دى چې د خپلو بندګانو په هكله يې تېر شوى او هملته كافران په زيان كې پرېوتل.