>

د رواد د ژباړې مرکز — 473

40:50 هغوى به وايي [ملایک]: آيا قصه دا نه ده؛ چې تاسو ته رسولان په څرګندو دليلونو راتګ کړی و؟ هغوى [کاقران] به وايي ولې نه (راغلي وو) هغوى [ملایک] به وايي: نو (خپله) تاسو يې را وبولئ؛ او نه ده دعا د کاقرانو [په اخرت کې] مګر بې ګټې.

40:51 یقینا خامخا موږ د دنيا په ژوند كې هم د خپلو رسولانو او (نورو) مومنانو مرسته كوو او په هغه ورځ هم چې شاهدان دريږي.

40:52 هغه ورځ چې ظالمانو ته به د هغوى عذر غوښتنه (هيڅ) ګټه نه رسوي او هغوى لره به لعنت وي او هغوى لره به ناكاره كور وي.

40:53 قسم دی خامخا په تحقیق سره ورکړې وې موږ موسی علیه السلام ته معجزې او په میراث کې مو ورکړی و بني اسرایلو ته کتاب.

40:54 چې هغه د سوچه عقل والاو لپاره لارښوونه او نصيحت و.

40:55 نو صبر كوه، یقینا د الله ژمنه رښتينې ده او د خپلې ګناه بخښنه غواړه او سهار ماښام د خپل رب له ستاينې سره د هغه تسبيح وايه.

40:56 بېشكه هغه كسان چې د الله په آيتونو كې پرته له كوم دلیل [علم] جګړې كوي، د هغوى په زړونو كې پرته له هغه كبره بل څه نشته چې هغوى ور رسېدونكي نه دي. نو په الله پورې پناه غواړه، يقيناً همغه ښه اورېدونكى ليدونكى دى.

40:57 د آسمانو او ځمكې پيدا كول خامخا د انسانانو له پيدايښته زياته لويه خبره ده خو ډېر خلك نه پوهيږي.

40:58 او نه دی برابر ړوند او ليدونكى، او (نه دي برابر) هغه کسان چې ايمان یې راوړى او نیک عملونه یې کړي له بدكاره (سره)، ډېر لږ دي په تاسو کې هغه چې پند اخلي.