>

د رواد د ژباړې مرکز — 472

40:41 او ای قومه! څه خبره ده چې زه مو د خلاصون لور ته بولم او تاسو مې اور ته بولئ؟

40:42 تاسو مې (دېته) رابولئ چې پر الله كافر شم او هغه څه ورسره شريك كړم چې مارسره يې هيڅ علم نشته او زه مو برلاسي بخښونكي (الله) ته وربولم!

40:43 يقيني ده چې خامخا تاسو مې كوم شي ته وربولئ هغه لره نه په دنيا كې څه بلنه شته او نه په آخرت كې او دا چې زموږ ورتګ د الله په لوري دى او بېشكه زياتى كوونكي خپله دوزخيان دي.

40:44 پس زر دی چې یاد به کړئ هغه څه چې زه یې تاسو ته وایم، او سپارم خپل کار الله تعالی ته، یقینا الله تعالی لیدونکی دی بندګانو خپلو لره.

40:45 نو الله د هغوى د چلونو له بديو بچ كړ او د فرعون له كورنۍ بد عذاب راچاپېر شو.

40:46 (يعنې) اور چې هغوى به سهار او ماښام ور وړاندې كول كيږي، او په هغه ورځ چې قيامت شي (حكم به وشي) د فرعون كورنۍ تر ټولو.سخت عذاب ته ننباسئ.

40:47 او یاد کړه هغه وخت ای مخاطبه کله چې جګړې به کوي په اور كې [کشران او مشران] نو کمزوري به لويانو ته وايي: یقینا موږ خو ستاسو پيروان وو، آيا (اوس) تاسو له موږ څخه د اور څه برخه ايسارولاى شئ؟

40:48 چا چې لويي كړې هغوى به وايي: یقینا موږ ټول پكې يو، بېشكه الله د بندګانو ترمنځ پرېکړه كړې ده.

40:49 او څوك چې په اور كې دي هغوى به د جهنم څوكيدارانو ته ووايي: له خپل ربه مو وغواړئ چې يوه ورځ خو له موږ عذاب سپک كړي.