>

د رواد د ژباړې مرکز — 470

40:26 او فرعون وويل: ما پرېږدئ چې موسى ووژنم او هغه دې خپل رب را وبولي، زه وېرېږم چې ستاسي دين به بدل كړي يا به په دې ځمكه كې فساد را ولاړ كړي.

40:27 او موسى وويل: زه پنا غواړم په خپل رب او ستاسو رب پورې له هر هغه كبرجنه چې د حساب په ورځ ايمان نه لري.

40:28 او د فرعون له كورنۍ يو مومن چې خپل ايمان يې پټولو، وويل: آيا تاسو يو داسې سړى وژنئ چې وايي زما رب الله دى، حال دا چې ستاسي د رب لخوا يې څرګند دليلونه هم درته راوړي، كه دروغجن وي نو دروغ يې پر ده دي او كه رښتينى وي څه نا څه هغه (عذاب) به در ورسيږي چې درسره ژمنه كوي، بېشكه الله هغه چاته لار نه ښايي چې زياتى كوونكى دروغجن وي.

40:29 ای زما قومه! نن خو پاچايي ستاسو ده، په ځمكه كې برلاسي ياست خو كه د الله عذاب راغلو نو بيا به مو څوك بچ كړي؟ فرعون وويل: زه يوازې هغه (مصلحت) درښايم چې زه يې وينم او د ښېګڼې له لارې پرته بله نه درښايم.

40:30 (بيا) هغه (كس) چې ايمان يې راوړى و، وويل: ای قومه! زه پر تاسو د (پخوانيو) ډلو له ورځې وېرېږم.

40:31 لكه د نوح د قوم حالت، د عاد، ثمود او كوم چې له هغوى وروسته وو او الله د بندګانو لپاره د ظلم اراده نه لري.

40:32 او ای زما قومه! زه پر تاسو (يو بل ته) د چېغو وهلو له ورځې ډارېږم.

40:33 هغه ورځ چې تاسې بېرته په شا ګرځېدونكي ياست، نه به وي ستاسو لپاره له الله نه څوك ژغورونكى، او هغه څوك چې الله يې بې لارې كړي نو بيا یې څوک لارښوونكى نشته.