د رواد د ژباړې مرکز — 47
2:275 كوم خلك چې سود خوري، د هغو حال به د هغه چا غوندې وي چې پېريانو نيولى وي او پر دې حال د هغو د اخته كېدو دليل دا دى چې وایي: تجارت خو هم لكه سود غوندې دى پداسې حال كې چې الله تجارت روا او سود ناروا كړيدى نو چا ته چې د هغه د رب له لوري دا نصيحت ورسېده او په راتلونكي كې يې د سود له خوړولو نه ډډه وكړه، نو څه چې يې مخكې خوړلي هغه خو يې خوړلي دي، د هغه معامله له الله سره ده او څوك چې له دې حكم نه وروسته بيا هم همداسې كار كوي، هغوى دوزخيان دي تل به په كې اوسېږي.
2:276 الله سود له مينځه وړي او خيراتونو ته وده او ښېرازي وركوي او الله هېڅ نا شكره بدعمله انسان نه خوښوي.
2:277 هو، كوم كسان چې ايمان راوړي او غوره عملونه وكړي او لمونځ وکړي او زكات وركړي، د هغو ثواب بېشكه د هغو له رب سره دى او پر هغو څه وېره او غم نشته.
2:278 اى مؤمنانو! له الله څخه وډار شئ او له سود څخه چې څه پاتې وي هغه پرېږدئ كه چېرې (رښتيني) مؤمنان یاست.
2:279 خو كه تاسي داسې ونه كړل، نو خبر اوسئ چې د الله او د هغه د رسول له خوا ستاسي پر خلاف د جګړې اعلان دى، كه اوس هم توبه وباسئ (او سود پرېږدئ) نو تاسي د خپلې پانګې اخېستلو حقدار ياست، مه تاسي تيرى كوئ او نه به پر تاسي تيرى وشي.
2:280 كه (ستاسي پوروړى) تنګلاسى و نو تر لاس چلېدو پورې مهلت وركړئ او كه خيرات وكړئ نو دا تاسي لپاره ډېره ښه ده، كه پوهېږئ.
2:281 او له هغې ورځې څخه ځان وژغورئ، چې د الله لوري ته ورستنېږئ، هلته به هر چا ته د هغه د كړې نيكۍ يا بدۍ پوره بشپړه بدله وركړل شي او پر هېچا به هېڅكله هم تيرى ونشي.