>

د رواد د ژباړې مرکز — 469

40:17 نن به هر چاته د خپلو كړنو بدله وركول كيږي، نن ظلم نشته، بېشكه الله چټک حساب کوونکی دى.

40:18 او هغوى د نږدې راتلونكې ورځې څخه ووېروه كله چې زړونه تر مرۍ راورسيږي (او هغوى) له غمه ډک وي، د ظالمانو به نه كوم دوست وي او نه څوک سپارښتونكى چې خبره يې ومنل شي.

40:19 هغه ته د سترګو خيانت او څه چې زړونه يې پټوي (ښه) معلوم دي.

40:20 او الله په حقه پرېکړه كوي او څه چې له هغه پرته يې هغوى رابولي په هيڅ شي حكم نه شي كولاى له شک پرته همغه الله ښه اورېدونكى ليدونكى دى.

40:21 آيا پر ځمكه نه دي ګرځېدلي چې وګوري تر هغوى مخكې د خلكو پايله څنګه وه؟ هغوى خو په زور، او ځمكه كې خپلو نښو (پرېښودو) كې تر دوى ډېر زيات وو، خو بيا د دوى د ګناهونو له امله الله راګير كړل او له الله يې څوک ساتونكى نه و.

40:22 دا لدې امله چې یقینا راتلل به دوی ته رسولان په ښکاره حکمونو، نو دوی به انکار کاوه، نو ونیول الله دوی لره، یقینا الله تعالی ځواک والا، سخت عذاب ورکوونکی دی.

40:23 او په رېښتيا موسى مو له خپلو ايتونو [معجزو] او څرګند دليل [تورات] سره لېږلى و.

40:24 فرعون، هامان او قارون ته، خو هغوى وويل چې دى ډېر درواغجن كوډګر دی.

40:25 بيا چې هغه زموږ لخوا له حق سره ورغلو، هغوى وويل: د هغو خلكو زامن ووژنئ چې له ده سره يې ايمان راوړى او ښځې يې ژوندۍ پرېږدئ! او د كافرانو چل هيڅ نه دى مګر غلط (او خطا يا عبث).