د رواد د ژباړې مرکز — 467
39:75 او ته به پرېښتې وينې چې له عرش چاپېرېدونكې د خپل پالونکي له ستاينې سره تسبيح وايي او (بيا به) د هغوى ترمنځ په حقه پرېكړه وشي او وبه ويل شي چې د مخلوقاتو پالونکي الله لره ستاينه ده.
40:1 حم [1]
40:2 راتلل د دی کتاب د الله له طرفه دي چې پوه او زورور دی.
40:3 د ګناه بخښونكى، د توبې قبلونكى او سخت عذاب والا، د فضل او قدرت څښتن دى، نشته لایق د عبادت مګر همغه یې لایق دی همغه ته ورتګ دى.
40:4 د الله په ايتونو كې يوازې هغه كسان جګړې كوي چې كافر شوي، نو په ښارونو كې د هغوى ګرځېدل راګرځېدل دې تا په دوكه كې وانه چوي.
40:5 له هغوى مخكې هم د نوح قوم او تر هغوى وروسته نورو قومونو (دا خبره) دروغ ګڼلې وه او هر ولس د خپل رسول رانيولو قصد وكړ او په باطله به يې جګړې كولې تر څو په دې سره حق بیکاره [باطل] [ثابت] كړي، بيا مې هغوى راګير كړل نو (ګوره) زما سزا څنګه وه.
40:6 او همدغسې ستا د پالونکي خبره پر هغو خلكو حقه (رښتيا) شوه كوم چې كافر شوي وو چې هغوى به په رېښتيا دوزخيان وي.
40:7 هغوى چې عرش (پورته كړی) او څوك چې د هغه چاپېره دي د خپل پالونکي له ستاينې سره د هغه پاکي وايي، په هغه ايمان لري او د مومنانو لپاره بخښنه غواړي، چې ای زموږ ربه! پراخه دی ستا علم او رحمت هر شی ته، نو هغو كسانو ته بخښنه وكړه چې توبه يې اېستلې او ستا د لارې متابعت يې كړى او د دوزخ له عذابه يې وساته.