د رواد د ژباړې مرکز — 466
39:68 او شپېلۍ به پو كړى شي نو څوك چې په اسمانونو او څوك چې په ځمكه كې دي، ټول به بې هوښه شي پرته له هغه چې الله یې وغواړي، بيا به بل وار پو كړى شي سمدلاسه په دغه وخت به دوی ولاړ وي ګوري به.
39:69 او ځمكه به د خپل پالونکي په نور روښانه شي، كتاب به كېښودل شي، نبيان او شاهدان به راوستل شي او په حقه به يې ترمنځ پرېكړه وشي او په هغوى به ظلم نه كيږي.
39:70 او هر چا چې څه كړي وي همغه به پوره وركړل شي او هغه (الله) ښه پوه دى په هغو كارو چې هغوى يې كوي.
39:71 او كومو خلكو چې كفر كړى هغوى به ډلې ډلې جهنم ته روان كړى شي، تر دې چې هلته ورشي، دروازې يې ورته پرانيستل شي او څوكيداران يې ورته ووايي: آيا له تاسو څوك رسولان نه وو درغلي چې د خپل رب ايتونه يې درباندې لوستل، او تاسي یې له دغې ورځې سره د مخامخ كېدلو څخه وېرولي واى؟ هغوى به وايي: هو (راغلي وو) خو په دغو كافرانو د عذاب خبره ثابته شوې ده.
39:72 (بيا به) وويل شي: د جهنم دروازو ته ننوځئ، تل به پكې اوسئ نو (دا) د كبرجنو ناكاره هستوګنځى دى.
39:73 او هغه خلك چې له خپل پالونکي وېرېدل، ډلې ډلې به جنت ته روان كړل شي، تر دې چې هلته ورشي، دروازې يې پرانيستل شي او څوكيداران به يې ورته ووايي: پر تاسو دې سلام وي، تاسو پاك ياست نو ورننوځئ تل (پكې) اوسېدونكي.
39:74 او هغوى به ووايي: هغه الله لره ستاينه ده چې موږ سره يې خپله ژمنه رښتينې كړه او (دا) ځمكه يې موږ ته په ميراث راكړه چې (اوس) په جنت كې چېرته غواړو هلته ځاى نيسو نو (دا) د (غوره) عمل كوونكو ښه بدله ده.