د رواد د ژباړې مرکز — 465
39:57 يا (داسې) (و نه) وايي چې كه الله راته سمه لار ښوولې واى، زه به هم هرومرو له پرهیزګارانو څخه وم.
39:58 يا (و نه) وايي كله چې عذاب وويني: كاشكي زما بل وار ورتګ واى، بيا به زه له نېكانو څخه وم.
39:59 داسې نه ده؛ تا ته خو زموږ آيتونه درغلي وو خو تا دروغ وګڼل، كبر دې پرې وكړ او له كافرانو څخه شوې.
39:60 او وبه وينې چې د قيامت په ورځ د هغو كسانو مخونه تور شوي وي چا چې په الله دروغ ويلي، اّيا د كبر كوونكو استوګنځى په جهنم كې نه دى؟
39:61 او نجات به ورکړي الله کاملو پرهیزګارانو ته په کامیابۍ د دوی [ځکه چې دوی د نجات اسباب کارولي وو] نه به څه تکلیف ور ورسیږي او نه به غمجن وي.
39:62 الله د هر شي پيدا كوونكى او همغه د هر څه ساتونكى دى.
39:63 هغه لره د اسمانو او ځمكې کونجي ګانې (کلیانې) دي، او كومو خلكو چې د الله په ايتونو كفر كړى همغوى تاوانيان دي.
39:64 ووايه نو آيا تاسو راته امر كوئ چې له الله پرته د بل چا بنده ګي وکړم اې جاهلانو!
39:65 قسم دی خامخا په تحقیق سره تا ته هم دا وحى شوې او له تا مخكينيو ته هم چې كه شرك دې وكړ، هرومرو به دې عمل هم برباد شي او هرومرو به له زيانمنو هم شې.
39:66 بلكې یوازې د یو الله عبادت کوه او له شكر کوونکو څخه اوسه.
39:67 او هغوى د الله هغه شان درناوى ونه كړ څنګه چې ښايي، حال دا چې ځمكه به ټوله د قيامت په ورځ د هغه په موټي كې وي، او اسمانونه به د ده په ښي لاس كې نغښتي وي، هغه لره پاكي ده او له هغه څه ډېر لوړ دى چې هغوى يې (ورسره) شريكوي.