>

د رواد د ژباړې مرکز — 464

39:48 او څه يې چې كړي د هغو بدۍ به ورته راښكاره شي او په كوم شي يې چې ملنډې وهلې هغه به ترې چاپېر شي.

39:49 پس انسان [کافر] ته چې كله څه تكليف ورسيږي، نو موږ رابولي، بيا چې له خپل لوري كوم نعمت وركړو، وايي دا خو يوازې ماته په خپله پوهه راكړل شوي دي، (نه) په اصل كې هغه يو امتحان دى خو ډېری يې نه پوهيږي.

39:50 په تحقیق سره له هغوى مخكې خلكو هم دا بده خبره كړې وه پس دفع نه کړ له دوی څخه هیڅ شی [عذاب] هغه چې دوی یې کسب کاوه.

39:51 نو څه يې چې كړي وو د هغو بدۍ ورته ورسېدلې، او له دغو خلكو هم چا چې ظلمونه كړي، د خپلو کړنو بدۍ به زر ورته ورسيږي او هغوى (موږ لره) عاجزوونكي نه دي.

39:52 آيا نه دي پوهېدلي چې الله چاته وغواړي روزي يې پراخوي او (يايې) كموي؟ بېشكه په دې كې د هغو خلكو لپاره نښانې دي چې ايمان راوړي.

39:53 ته ورته ووايه: ای زما هغو بندګانو چې پر ځانو يې ظلم كړى د الله له رحمته مه ناهيلي كيږئ، يقيناً الله ټول ګناهونه بخښي بېشكه همغه ډېر بخښونكى مهربان دى.

39:54 او خپل پالونکي ته مو وروګرځئ او هغه ته غاړه كېږدئ مخكې له دې چې عذاب درته راشي بيا به له تاسو سره څه مرسته نه كېږي.

39:55 او د هغه غوره شي پيروي كوئ چې د پالونکي لخوا مو درته نازل شوى، مخكې له دې چې ناڅاپه عذاب درته راشي او تاسو خبر هم نه ياست.

39:56 چې بیا (ونه) وایي یو نفس: های افسوس؛ چې ما کوتاهي نه وای کړی د الله په طاعت کې او یقینا شان دا دی ومه زه [په دنیا کې] له ملنډو وهونكو څخه.