>

د رواد د ژباړې مرکز — 463

39:41 په رېښتيا مونږ (دا) كتاب په حقه د خلكو لپاره درباندې نازل كړى نو څوك چې په سمه لار برابر شو، (ګټه يې) د خپل ځان لپاره ده او څوك چې بې لارې شو نو له شک پرته پر خپل ځان يې (تاوان) دى او ته ورباندې (ذمه وار) ساتونكى نه يې.

39:42 (همغه) الله د مرګ پر وخت كې ساګانې اخلي او د كومو چې مرګ نه وي راغلى په خوب كې (يې اخلي) بيا چې په هر چا د مرګ پرېکړه شوې وي هغه ايساروي او نورې تر يوې ټاكلې نېټې بېرته راليږي، په دې كې په رېښتيا د هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي چې فکر کوي.

39:43 آيا هغوى له الله پرته نور سفارش كوونكي نيولي دي؟ ووايه: آيا كه څه هم هغوى نه د كوم شي واک لري او نه عقل لري؟

39:44 ورته ووایه: سفارش ټول د الله په واک کې دی همغه لره د اسمانو او ځمكې پاچايي ده، بيا به تاسې (ټول) د همغه لور ته ورګرځول كېږئ.

39:45 او كله چې يوازى (يو) الله ياد شي نو د هغو خلكو زړونه كركه كوي چې آخرت نه مني او کله چې له هغه پرته نور ياد شي، يو دم هغوى په خوشالۍ شي.

39:46 ووايه: يا الله! د اسمانونو او ځمكې پيدا كوونكيه (او) په پټو او ښكاره پوهېدونكيه! همدا ته به د خپلو بندګانو تر منځ په هغه څه كې پرېکړه كوې چې هغوى به پكې اختلافات كولو.

39:47 او كه د ځمكى ټول شته او ورسره همدومره نور د هغو خلكو وي چې ظلمونه يې كړي، نو د قيامت په ورځ به يې د ناكاره عذاب بدله كې خامخا وركړي، او هغوى ته به دالله لخوا هغه څه ورڅرګند شي چې (هيڅ) ګومان يې نه كولو.