>

د رواد د ژباړې مرکز — 457

38:62 او وايي به پر موږ څه شوي هغه سړي خو (اوس) نه وينو چې موږ به شريان (بدیان) ګڼل.

38:63 موږ (په نا حقه) هغوی مسخره كړي وو، او كه هغوى چېرته له نظره پناه دي؟

38:64 بيشكه دا خبره رښتيا ده، په دوزخيانو کې همداسې شخړې كيدونكې دي.

38:65 ورته وايه زه خو يو وېروونكى يم، او كوم بل لایق د عبادت نشته پرته له يوه برلاسي الله څخه.

38:66 هماغه د آسمانو، ځمكې او ترمنځ شيانو برلاسى (او) بخښونكى رب.

38:67 ورته وايه هغه يو لوى خبر دى.

38:68 چې تاسو ترې مخ ګرځونكي ياست.

38:69 ما سره هیڅ پوهه نه وه په حال د هغه ملایکو چې بره دي کله یې چې بحثونه کول.

38:70 وحي نه کیږي ما ته مګر د دې چې بیشکه هم دا خبره ده چې زه ویروونکې یم ښکاره (له عذابه).

38:71 كله چې ستا رب پرېښتو ته وويل: زه له خټې نه د بشر پيداكوونكى يم.

38:72 نو كله چې زه هغه په بشپړه توګه جوړ كړم او په هغه کې د خپل طرفه روح پو كړم نو تاسي د هغه پر وړاندې په سجده پريوځئ.

38:73 بيا ګردو (ټولو) ملايكو سجده وكړه په ګډه.

38:74 خو پرته له ابليسه، هغه لويي وكړه او له كافرانو څخه و.

38:75 ويې فرمايل: اې ابليسه! څه شي ايسار كړې تر څو هغه څه ته سجده وكړې كوم چې ما په خپلو دوه لاسو پيدا كړى؟ كبر دې وكړ كه ته (همداسې) له لويانو څخه يې؟

38:76 هغه وویل: زه غوره يم له هغه څخه، زه دې له اوره پيدا كړى يم او هغه دى له خټې پيدا كړی.

38:77 ویې فرمایل: پس ووځه له دې (جنت) څخه پس بېشكه ته رټلی شوی يې.

38:78 او بېشکه د قيامت تر ورځې پوری به پر تا زما لعنت وي.

38:79 ابلیس وویل:ای زما ربه! نو دوى چې راپاڅيږي پس له مرګه تر هغې ورځې خو مهلت راكړه.

38:80 ويې فرمايل: (بس) ته به له ځنډېدليو څخه يې.

38:81 د ټاكلي وخت تر ورځې.

38:82 ابلیس وویل: نو ستا پر عزت مې قسم چې حتماً به دوى ټول بې لارې كړم.

38:83 پرته ستا له هغو بندګانو چې له دوى نه راچاڼ شوي دي.