د رواد د ژباړې مرکز — 456
38:43 او موږ هغه ته د ده كورنۍ او ورسره هغومره نور وبخښل (ورکړل)، زموږ له لوري د يو رحمت په توګه، او د هوښيارانو لپاره يو نصيحت.
38:44 او د ډكو يوه ګېډۍ دې په لاس كې واخله، (خپله مېرمن) پرى ووهه او قسم مه ماتوه، هغه يقيناً موږ صابر وموند، غوره بنده و، بېشكه هغه (الله ته) ډېر ورګرځېدونكى و.
38:45 او زموږ (خاص) بندګان ابراهيم، اسحاق او يعقوب (علیهم السلام) در ياد كړه چې د لاسو او سترګو خاوندان وو.
38:46 هغوى موږ په يوه ځانګړتيا يعنې د اّخرت په يادولو سره غوره كړي وو.
38:47 او هغوى زموږ پر وړاندې خامخا له غوره شويو نېکو خلكو څخه وو.
38:48 او اسماعيل، اليسع او ذوالكفل (علیهم السلام) در ياد كړه او (دا) ټول له ښو خلكو څخه وو.
38:49 دايوه يادونه ده، د پرهيزګارانو لپاره، په يقيني ډول ډير ښه استوګنځی دى.
38:50 (يعنې) د دوى لپاره د پرانيستو ورونو جنتونه د همیشوالي دي.
38:51 هغوى به په کې تكيه وهونكي ناست وي، د ښو مېوو او څښلو وړ شيانو غوښتونكي به وي.
38:52 او دوى سره به ښكته نظر اچونكې همزولې (حورې) وي.
38:53 دا ده هغه وعده چې تاسو ته د حساب ورځې لپاره دركول كيږي.
38:54 بېشكه دا زموږ (له خوا) يو داسې رزق دى چې ختمېدل يې نشته.
38:55 دا خو وشوه، او بېشكه د سر كښانو لپاره ډېر ناكاره استوګنځى دى.
38:56 چې هغه دوزخ دى، هغوى به ورننوځي خو ډېره بده بستره ده.
38:57 دا دى د هغو لپاره، نو هغوى دې خوند وڅكي د خوټکيدلو اوبو، وينو زوو.
38:58 او د دې په شان نور ډول ډول (عذابونه).
38:59 دا يوه (بله) ننوتونكې ډله ده له تاسي سره، دوى ته دې هېڅ هر كلى نه وي، يقيناً هغوى اور ته ننوتونكي دي.
38:60 هغوى به وايي بلكې تاسو ته دې هركلى نه وي، همدا تاسو موږ ته راوړاندې كړى دى نو (دا) ډېر بد تمځاى دى.
38:61 دوى به ووايي: زموږ ربه! چا چې دا (د كفر دود) موږ ته راوړاندې كړى وي هغه ته په اور كې دوه برابره عذاب ور زيات كړه.