د رواد د ژباړې مرکز — 454
38:17 دوى چې څه وايي په هغه صبر كوه او زموږ يو بنده داود (علیه السلام) درياد كړه چې د قوت خاوند و [په عبادت کې]، يقيناً هغه ډېر توبه كوونكى و.
38:18 موږ غرونه تابع كړي وو چې ماښام او سهار كې به يې له هغه سره تسبيح ويله.
38:19 او مرغان به هم (تابع) راغونډ شوي وو، ټول هغه ته ورګرځېدونكي وو.
38:20 او موږ يې پاچايي ټينګه كړې او هغه ته مو حكمت او د فيصلې كولو بيان وركړى و.
38:21 او آيا تا ته د جګړه مارو خبر رسېدلى چې (د هغه) د عبادت ځای ته پر دېوال وروختل.
38:22 هغه مهال چې پر داود (علیه السلام) ورننوتل نو هغه ترې وډار شو دوى ويل مه ډارېږه، موږ دوه جګړه كوونكي يو چې له موږ نه ځينو پر ځينو تېرى كړى نو ته مو تر منځ په حقه پریکړه وكړه او بې انصافي مه كوه او سمې لارې ته مو برابر كړه.
38:23 دا زما ورور دى چې د ده نهه نوي (99) مېږې دي او زما يوه مېږه ده، خو دى وايي چې (دا هم) ماته راكړه او په خبرو كې هم راباندې برلاسى شوى دى.
38:24 وېلې رښتيا چې ظلم يې درباندې كړى ستا د مېږې په غوښتو سره چې خپلو مېږو سره يې يو ځاى كړي او بېشكه زياتره شريكان يو پر بل زياتى كوي پرته له هغو كسانو چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي خو داسې خلك (ډېر) لږ دي. او داود (عليه السلام) پوه شو چې موږ وازمايه نو له خپل رب نه يې بخښنه وغوښته او پړمخې په سجده پرېوت او بېرته وګرځېد (الله ته).
38:25 نو هغه (خطا) مو ورته وبخښله، او يقيناً زموږ پر وړاندې د هغه لويه مرتبه او غوره استوګنځى دى.
38:26 اى داوده! موږ ته پر ځمكه كې خليفه ټاكلى يې نو د خلكو تر منځ په حقه فيصله كوه او په هوس پسې مه ځه چې بيا به دې د الله له لارې واړوي، بېشكه هغه خلك چې د الله له لارې اوړي د هغوى لپاره سخت عذاب دى، په دې چې د حساب ورځ يې هېره كړې وه.