>

د رواد د ژباړې مرکز — 453

38:1 ص [1]

38:2 بلکه هغوى چې كافر شوي په كبر او مخالفت كې (لګيا) دي.

38:3 موږ له دوى مخكې څومره ولسونه تباه كړل چې (ډېرې) چيغې بغارې يې ووهلې خو هغه وخت د خلاصون (وخت) نه و.

38:4 او دوى په دې حيران دي چې څنګه د دوى (له قوم) نه يو وېروونكى ورته راغى! او كافرانو وويل چې دا خو يو ډېر دروغجن كوډګر دى.

38:5 اّيا له ټولو (باطلو) معبودانو يې يو معبود [حق] جوړ كړى؟ دا خو يقيني ډېر عجيبه شى دى.

38:6 او سرداران يې په دې خبره ولاړل چې ځئ ځئ په خپلو معبودانو (ټينګ) صبر وكړئ، يقيناً دا يو شى دى چې (څه غرض پكې) غوښتل كيږي.

38:7 دا خو موږ په وروستي دين (نصرانيت) كې هم نه دي اورېدلي، دا له ځانه جوړ شوو دروغو پرته بل هيڅ نه دي.

38:8 آيا زموږ له منځه ايله په ده باندې دغه ذكر (قراّن) رانازل شو؟ بلكې دوى لا زما له ذكره (وحى) په شك كې دي، خو په اصل كې دوى لا زما عذاب نه دى څكلى.

38:9 ايا له دوى سره ستا د برلاسي ډېر بخښونكي رب خزانې دي؟

38:10 يا كه له دوى سره د اّسمانو، ځمكې او د هغو ترمنځ شيانو پاچايي ده؟ نو په اسبابو دې پورته وخيژي.

38:11 دا هلته د لښكرو نه يو ماتې خوړونکی لښكر دى.

38:12 له دوى مخكې هم د نوح قوم، عاديانو او د مېخونو والا فرعون (دا خبره) دروغ ګڼلې وه.

38:13 او ثموديانو، د لوط قوم او دبڼ والا وو، دوى (لويې لويې) ډلې وې.

38:14 دوى ټول يو هم داسې نه وو چې رسولان يې دروغجن نه وي ګڼلي، چې بيا زما عذاب (هم) پرې ثابت شو.

38:15 او دا خلك له يوې (سختې) كړيكې پرته د بل څه انتظار نه باسي چې بيا به د هغې لږ ځنډېدل هم نه وي.

38:16 او دوى وويل: زموږ ربه! زموږ برخه عذاب (يا عملنامه) د حساب له ورځې مخكې راكړه.